چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د غوراوي كمېټې د انتخاباتو کمېسیون غړیتوب لپاره درې تنه ولسمشر ته معرفي كړل

د غوراوي كمېټې د انتخاباتو کمېسیون غړیتوب لپاره درې تنه ولسمشر ته معرفي كړل

ولسمشر به د عبدالقادر ځاځي وطندوست، سید حفیظ الله هاشمي او اول الرحمن رودوال له ډلې يو تن د انتخاباتو خپلواك کمېسیون د غړي په توګه غوره كړي

كابل – ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د غوراوي کمېټې د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست، د مشرانو جرګې د دارالانشاء رئیس سید حفیظ الله هاشمي او اول الرحمن رودوال د انتخاباتو خپلواك کمېسیون د یوې تشې څوکۍ لپاره مناسب کاندیدان بللي او اوس به ارګ له دې ډلې څخه یو تن د کمېسیون د غړي په توګه انتخاب کړي.

د غوراوي کمېټې خپل کار د روانې مرغومي مياشتې په اوومه نېټه پیل کړ، ترڅو د ۸۰ کاندیدانو له ډلې درې کسان ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي کړي.

له يوې مياشتې زيات وخت كېږي چې ولسمشر له دندې څخه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس لرى كړى او تراوسه دغه څوکۍ خالي ده.

پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي چې د غوراوي کمېټې بیا ایجادول غیر قانوني اقدام دی او حکومت باید د قانون له مخې د دې کمېټې له پخواني لېست څخه یو تن د کمېسیون د غړي په توګه معرفي کړی وای.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *