چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / امريکا: اوس هم هيله لرو چې پاکستان به د ترهګرۍ په ضد ريښتينې مبارزه وکړي

امريکا: اوس هم هيله لرو چې پاکستان به د ترهګرۍ په ضد ريښتينې مبارزه وکړي

 

پاکستان راسره د ترهګرو د خوندي ځالو د ختمولو ژمنې کړې وې او اوس د دې وخت را رسېدلى چې دا ځالې له منځه يوسي

واشنګټن – امريکا اوس هم هيله لري چې پاکستان به د ترهګرۍ په وړاندې د ريښتينې مبارزې په هدف خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سټېفن ګولډسټيان په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته کړې ده.

هغه ويلي چې دوى تراوسه پاکستان ته د پوځي مرستو د ځنډولو په اړه د دغه هېواد رسمي دريځ نه دى ترلاسه کړى.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې اسلام اباد به د خبرو مېز ته چمتو شي او هغه ژمنې به عملي کړي چې پخوا يې د ترهګرو د ځپلو په هدف کړې وې.

سټېفن زياته كړې، پاکستان ورسره د ترهګرو د خوندي ځالو د ختمولو ژمنې کړې وې او اوس د دې وخت را رسېدلى چې دا ځالې له منځه يوسي.

د يادولو ده چې امريکا څو ورځې مخکې پاکستان ته د نږدې دوه ميليارده ډالرو پوځي مرستې وځنډولې او ګواښ يې وکړ، که چېرې دا هېواد د ترهګرو په ضد سم اقدامات ونه کړي، نو دغه مرستې به بېخي بندې کړي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *