چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د افغانستان پريمير ليګ تړون لاسليک شو

د افغانستان پريمير ليګ تړون لاسليک شو

دغه ليګ به د دې سبب شي چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پيدا کړي او د افغانستان کرکټ بورډ ته به يوه عايداتي سرچينه هم وګرځي (مشعل)

كابل – د افغانستان پريمير ليګ تړون د کرکټ بورډ د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنيکسر سپورټس (Snixer Sports) کمپنۍ د استازي لخوا لاسليک شو.

مشعل په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، دا لوى برى او وياړ دى چې افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د يوه نړيوال ليګ څښتن شو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر زياته کړه، دغه ليګ به د دې سبب شي چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پيدا کړي او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته يوه عايداتي سرچينه وګرځي چې په پيل کې به يې کلنۍ کچه ۶۰۰ زره امريکايي ډالر وي.

د مشعل په وينا، دا ليګ به د كركټ لوبغاړو لپاره هم ښه مالي سرچينه وي او سوداګر به هم ترې ګټه پورته کړي.

په غونډه کې د سنيکسر سپورټس کمپنۍ استازي انوراګ جهانور وويل، د افغانستان پريمير ليګ په نړۍ کې د كركټ شپږم ليګ شو.

هغه زياته کړه، په دغه ليګ کې پنځه امتياز لرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام وكړي.

دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې ټولې به په ژوندۍ بڼه له ټلويزيون څخه خپرې شي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *