چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / د جان كېري نسخه بريالۍ شوه!

د جان كېري نسخه بريالۍ شوه!

د عطا محمد نور او ارګ تر منځ د ناندريو مساله له اونيو واوښته، له هماغې لومړۍ ورځې دغه اندېښنه وه چې بهرنيان به په دې لانجه كې لاس لري. د عطا محمد نور په پلوۍ د كندهار د امنيه قوماندان دريځ دا وښودله چې په دې مسأله كې په ريښتيا هم د بهرنيانو يو رول شته، ځكه چې جنرال عبدالرازق څوك دى چې د ولسمشر پر خلاف د يوه مستعفي والي پلوي وكړي.

اوس چې په لوېديزو رسنيو كې پر دې اختلافونو او ناندريو ليكنې كېږي او ځينې بهرني لوري پرې اندېښنې ښيي، نو خبره له شكه بشپړ باور ته درومي چې همدغه لوري د كور خاوند ته وايي ويښ اوسه او غله ته وايي چې غلا كوه! كه نه وي اصول او قوانين خو معلوم دي، د هر چا ځاى او د واك حدود پكې په ګوته شوي دي.

اوس چې څومره دغه اختلاف او د بلخ د پخواني والي اوسنى حالت دوام كوي د حكومت وقار او حيثيت ور سره پر ځمكه را لويږي. همدغسې له نورو لوريو او ډلو سره همدغه احساس پيدا كېږي چې ملك شغالي دى، د امتياز تر لاسه كولو لاره بغاوت، خپلسري او په رسنيو كې د حكومت پر خلاف رجزونه تكرارول دي، د پردې تر شا به له سفارتونو سره اړيكې هم تودې وي.

دا اوس چې د جمعيت او دولت تر منځ د خبرو كوم بهير پيل شوى دى كه يې په پايله كې جمعيت او عطا هغه امتيازونه واخلي چې په رسنيو كې يې يادونه شوې دا به د دې ګډوله نظام بله ستره ناروا وي چې له ولس سره يې كوي، دا به په راتلونكي كې د ونډې او امتياز د ترلاسه كولو يو دود شي. همدغسې له سفارتونو سره تړاوونه او له دولت او قانون نه خپلسري به عامه شي.

داسې ښكاري چې ولسمشر غني د بهرنيانو له ملاتړه برخمن دى، خو هغه ټول نور لوى او وړوكي ګروپونه هم د بهرنيانو ملاتړ لري چې په هېواد كې يې د هغوى د وحشتونو په باب ذليلانه چوپتيا غوره كړې ده، د دې پايله دا ده چې امريكا او متحدين يې په بېغمه زړه په سيمه كې د خپلو موخو لپاره د خپلو پلانونو پلي كولو لارې پرانيزي.

په افغانستان كې د جګړو او بدامنيو دوام، بل لور ته په شلو ونډو وېشل شوى او يو له بل سره لاس او ګرېوان لوى او واړه امپراتوران! په منځ كې له فقر او بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان بې زعامته ولس هغه ايډيال حالت دى چې امريكا نن ورته اړتيا لري او دوام يې غواړي.

باور مو دى چې كه پخپله امريكا و نه غواړي دغه حالت به تر ډېره وخته دوام وكړي، دا اوس د انتخاباتو كمېسيونونه له كوم حالت سره مخ دي، امنيتي وضعه څه ډول ده، سياسي ګوندونه له استثنا پرته په څومره اوبو كې دي؟ په ولس كې د اعتراض او له دې حالته د وتلو شيمه او توان څومره دى؟

كه پر دې ټولو ښه فكر وكړو پر دې به باوري شو چې د جان كېري نسخې د واشنګټن په ګټه ډېر ښه كار وركړى خو افغان ولس د هرې ورځې په تېرېدو د بربادۍ كندې ته ور نږدې كوي.

دا وګورئ

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *