چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / اوچا: تېر ميلادي کال هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان بې کوره شوي

اوچا: تېر ميلادي کال هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان بې کوره شوي

 

تر ټولو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ چې شمېر یې یو سل درویشت زره پنځه سوه اته دېرش تنو ته رسېږي، په ننګرهار کې بې ځایه شوې دي

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه اته پنځوس زره اته سوه اوولس افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي

كابل – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیات افغانان د جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

(اوچا) د روان میلادي کال د پیل د لومړۍ اونۍ په راپور کې ویلي، تېر میلادي کال په افغانستان کې له ۴۴۸۰۰۰ څخه زیات افغانان له خپلو مېنو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي چې د دغه شمېر له مخې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۲۰۰ نه ډېر افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په دې راپور كې راغلي: “تر ټولو ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ چې شمېر یې یو سل درویشت زره پنځه سوه اته دېرش تنو ته رسېږي، په ننګرهار کې بې ځایه شوې، ورپسې نهه دېرش زره پنځه سوه پنځوس کورنۍ په کندز او شپږویشت زره شپږ سوه نهه پنځوس په بادغیس كې بې ځایه شوې دي”.

(اوچا) په خپل دغه راپور کې په تېر میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه د هغو افغانانو د ستنېدلو شمېر هم خپور کړی چې په دغو هېوادونو کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او خپل هېواد ته ستنېدلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د كډوالۍ نړیوال سازمان (آى او اېم) د راپور له مخې وايي، په تېر میلادي کال کې له ایران او پاکستان څخه د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکي څلورسوه دوه شپېته زره درې سوه شپاړس افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه شمېر اته نوي زره یو سل او یو نوي یې له ایران او پاتې نور له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.

(اوچا) همدارنګه په خپل راپور كې ويلي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه اته پنځوس زره اته سوه اوولس افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *