چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / نېشنل انټرسټ: د امریکا سیاستونو د افغانستان راتلونکی وضعیت کړکېچن کړى

نېشنل انټرسټ: د امریکا سیاستونو د افغانستان راتلونکی وضعیت کړکېچن کړى

 

د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره لوړه شوې، واشنګټن نورې بدمخې ملېشې په وسلو سمبالوي او د اقتصادي ودې پر ځای نفوس او د نشه يي توکو د تولید کچه لوړه شوې

د افغانستان زاړه زخمونه د امریکا په ډالرو تر ډېره مرهم نه شي پاتې کېدای او دا ټپونه اوس بېرته په غوړېدو دي

د سیمې هېوادونه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه مطمئن نه دي او د افغانستان ټول ګاونډيان پر دې بوخت دي چې له دغه هېواده خپلو پولو ته د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي

واشنګټن – یوې امریکايي مجلې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي چې د افغانستان راتلونکی تیاره دی، جګړه تر پخوا ډېره شوې او افغانستان د اقتصادي ودې پر ځای له ناامنیو او د ملکي مرګ ژوبلې له ډېرېدو سره مخ دی.

د نېشنل انټرسټ په نوم دغه امریکايي مجله د افغانستان د راتلونکې په اړه وايي: “د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تر پخوا ډېره لوړه شوې. واشنګټن نورې بدمخې ملېشې په وسلو سمبالوي. د اقتصادي ودې پر ځای نفوس او د نشه يي توکو د تولید کچه ډېره شوې ده. تر ټولو بده دا چې افغان مشران د یوه او بل په مخالفت کې واقع دي.”

سرچينه وړاندې ليکي چې د افغانستان زاړه زخمونه د امریکا په ډالرو تر ډېره مرهم نه شي پاتې کېدای او دا ټپونه اوس بېرته په غوړېدو دي.

د نېشنل انټرسټ مجلې په باور، د سیمې هر هېواد کوښښ کوي چې له افغانستان سره خپلې پولې مستحکمې کړي.

سرچينه زياتوي، چین په بدخشان ولایت کې ځانګړې غرنۍ لېوا حمایه کوي چې د دغه هېواد خاورې ته د وسله والو جنګیالیو د نفوذ مخه ونیسي او روسیې بیا تاجکستان ته خپل اضافي پوځیان او تجهیزات استولي چې دا ټول د راتلونکو شخړو په وړاندې د ګاونډیو هېوادونو وار دمخه اقدامات په ډاګه کوي.

دغه امریکایي مجله وړاندې لیکي: “د سیمې هېوادونه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه مطمئن نه دي او د افغانستان ټول ګاونډيان (چین، روسیه، ایران او تاجکستان) پر دې بوخت دي چې له دغه هېواده خپلو پولو ته د جګړې او تاوتریخوالي د خپرېدو مخه ونیسي.”

نېشل انټرسټ مجلې همداراز د مطلب په پای کې د دې ستونزې د حل په اړه لیکلي چې د سیمې له هېوادونو سره د امریکا ګډه همکاري په افغانستان کې د ناوړې کورنۍ جګړې مخه نیولی شي، له دې پرته به هر هېواد د خپلو پولو د خوندي کولو په هدف، یا خپلې پولې تړي او یا به په افغانستان کې د سپاه پاسداران په څېر پټ عملیات کوي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *