چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / امریکا د پاکستان پر ځای د منځنۍ اسیا له لارې د خپلو اکمالاتو په لټه کې ده

امریکا د پاکستان پر ځای د منځنۍ اسیا له لارې د خپلو اکمالاتو په لټه کې ده

په دې وروستیو کې ټرمپ د ازبکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ټیلیفوني خبرې کړې او په افغانستان کې یې پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی

د اوباما د واکمنۍ په مهال پوځي قوماندانانو پر پاکستان د ټرانزیټي اتکا د راکمولو لپاره د منځنۍ اسیا وړاندیز وکړ، خو اوباما نه غوښتل له اسلام اباد سره په تقابل کې واقع شي (خلیلزاد)

واشنګټن – پر پاکستان د ټرمپ د ادارې له خوا د فشارونو له زیاتوالي سره هم مهاله امریکا د فشار د هغو ټولو وسیلو د له منځه وړلو په حال کې ده چې پاکستان د متحدو ايالتونو د فشارونو په مقابل کې ورنه استفاده کولای شي.

په افغانستان کې زرګونه امریکایي پوځيان مېشت دي او ښایي شمېر یې نور هم زیات شي، خو امریکا دغو پوځیانو ته د اکمالاتو په برخه کې پر پاکستان متکي ده او اوس هڅه کوي د دې مسیر بدیل پیدا کړي او له پاکستان څخه د فشار دغه وسیله هم واخلي.

د امریکا لپاره د پاکستان بدیل د منځنۍ اسیا هېوادونه بلل کېږي او په دې وروستیو کې خپله ټرمپ هم د ازبکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ټیلیفوني خبرې کړې او په افغانستان کې یې پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ دغه ټیلیفوني مکالمې او همداراز یادو هېوادونو ته د ولسمشر غني د وروستیو سفرونو یو هدف همدا دى چې امریکا د پاکستان پر ځای خپله اکمالاتي لار له شمالي ګاونډیو سره پرانيزي او په دې توګه به اسلام اباد پر واشنګټن د فشار یوه بله مهمه وسیله هم له لاسه ورکړي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد چې پر پاکستان د امریکا د فشارونو په راوړلو کې مهم رول لري، هم د پاکستان له لاسه د فشار د دغې وسیلې پر اخیستلو ټینګار کړی دى.

نوموړی وایي، د اوباما د واکمنۍ په مهال پوځي قوماندانانو پر پاکستان د دې ټرانزیټي اتکا د راکمولو لپاره د منځنۍ اسیا لارې د پرانیستلو وړاندیز کړی و، خو د اوباما ادارې نه غوښتل له پاکستان سره په تقابل کې واقع شي.

خلیلزاد زياتوي: “په افغانستان کې مېشتو پوځي قوماندانانو پر پاکستان د ټرانزیټي اتکا د راکمولو لپاره وړاندیز وکړ چې د پاکستان پر ځای د ناټو اکمالات د شمال له لارې وشي، خو د اوباما ادارې له پاکستان سره د ټکر رامنځته کېدو له وېرې دا وړاندیز ونه مانه.”

دا په داسې حال کې ده چې پوځي شنونکي اندېښنه لري که د شمال له لارې د امریکا د اکمالاتو لپاره د دې لویې لارې امنیت په سمه توګه تامین نه شي، ښایي د داعش په څېر هلته فعالې ډلې پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه وکړي او د ځان د تجهیز لپاره ورڅخه پوځي وسایط او وسایل هم لاسته راوړي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *