چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د ختیځ امنیتي چارواکي: پاکستان ته پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو اجازه نه ورکوو

د ختیځ امنیتي چارواکي: پاکستان ته پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو اجازه نه ورکوو

 

داعش په ننګرهار کې مات شوی او د ډیورنډ ها خوا ته په پاکستان کې فعال مرکزونه لري

جلال اباد – په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو کار جاري ساتلی، د هېواد په ختیځ کې پوځي قوماندانان وایي چې په خپلو اړوندو سیمو کې به د دې کار اجازه ورنکړي.

د دوى په وينا، د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو اړوند د ډیورنډ پر کرښه به پاکستان ته د اغزن تار د غځولو اجازه ورنه کړي. د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وويل چې  پاکستان ته به له دې وروسته پر افغان خاوره د توغندویي بریدونو اجازه هم ورنکړي.

بلخوا د عامه نظم پولیسو قوماندان وایي، داعش په ننګرهار کې مات شوی او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې په پاکستان کې فعال مرکزونه لري .د ملي اردو قوماندان هم وايي چې د داعش ضد په روانو عملیاتو کې د ننګرهار اچین، کوټ، هسکه مېنه، پچیراګام او خوګیاڼي ولسوالۍ د داعش له شتون څخه پاکې شوې دي.

پوځي قوماندانان داسې مهال د داعش ډلې د ماتې خبره کوي چې عام خلک او د ملي شورا غړي بیا وایي چې داعش ډله اوس هم د ننګرهار په ډېرو سیمو کې فعاله ده او تازه دغې ډلې په کونړ کې هم پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.

 

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *