چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / فاطميون لېوا؛ اصلي ستونزه چېرته ده؟

فاطميون لېوا؛ اصلي ستونزه چېرته ده؟

د فاطميون لېوا د فرهنګي مسوول دغه خبرې چې د سوريې په جګړه كې د دې لېوا دوه زره كسان وژل شوي او اته زره تنه نور ټپيان شوي دي زموږ په رسنيو او دولتي ارګانونو كې غبرګونونه درلودل، واقعيت دادى چې د فاطميون لېوا د مرګ ژوبلې كچه پر دې ښودل شوې شمېرې نه درېږي. او تر دې تريخ واقعيت دادى چې د دې ډول لوبو راتلونكې تر پرون ډېرې خطرناكې او د لويو بدمرغيو سره مل دي.

فاطميون لېوا تر اوسه په عراق او سوريه كې جنګېدله، چې افغانانو ته يې يوازې د همدوى د غړيو د مرګ ژوبلې زيان او ماتم رسېدلى دى. خو اوس چې په ټوله كې د داعش او فاطميون د جګړې اور زموږ هېواد ته را روان دى، په هر ګام كې به يې د هېواد په لسګونو كورنۍ په ويرونو كې ډوبې وي.

ځكه خو دغه مساله يوازې تر دې پورې محدوده نه ده چې د ايران پر حكومت پړه واچول شي چې ولې يې افغانان پردۍ جګړې ته استولي دي.

ستونزه تر دې لويه او لوړه ده، سره له دې چې متاسفانه د ايران په شمول زموږ ګاونډيان زموږ د تېرو څو لسيزو په بدمرغيو كې ډېر پړه دي، دوى د افغانانو له بې وسۍ او مجبورۍ نه ډېره له جفا ډكه ګټه پورته كړې ده. خو راځئ لږ پردې څو لسيزو بدمرغيو له يوې بلې زاويې هم يو نظر واچوو:

كه په هېواد كې غير انساني او د پرديو لاسپوڅي رژيمونه نه واى افغانان به ګاونډيو هېوادونو ته ولې په هجرت مجبورېدل؟ دا بدمرغۍ پېښې شوې، كه بيا په بن كې د نړيوالې ټولنې تر اشراف لاندې امريكا د خپلو ښكېلاكي موخو له مخې د نظام په جوړولو كې نامردانه عمل نه واى كړى اوس به زموږ په ګاونډيو هېوادونو (پاكستان او ايران) كې يو افغان هم د مهاجر په نوم نه و پاتې شوى.

همدغسې پخپله په افغانانو كې كه د تېرو څلورو لسيزو له خونړيو پېښو څخه د لازم درس، عبرت او تجربې تر لاسه كولو وړتيا واى، اوس به مو وطن د پرديو د نيابتي جګړې په ډګر نه و بدل شوى. كه پخپله افغانان د لرې او نږدې هېوادونو تالې څټي او نوكران شوي نه واى، ولې به نن زموږ د مرګونو داستانونه له دمشق تر كابله خپاره وو؟

اوس هم يوازې د ايران د حكومت غندل زموږ درد نه دوا كوي، چې څه شوي هغه نه جبرانيږي، راځئ اوس د دې غم وخورو چې هېواد مو د داعش او فاطميونو د جګړې پر ډګر بدل نشي.

راځئ د دې غم وخورو چې دا هره ورځ د امريكا په بمباريو كې زموږ هېوادوال وژل كېږي، ولې دا خپل غم او ماتم نه بولو، دغه حالت به تر كومه وي، او چې زموږ په كوراو كلي كې دغه وحشتونه وي، د ايران، پاكستان او تر ټولو زيات د امريكا به كار جوړ وي، د دوى جګړې به افغانان كوي، ګټې به يې دوى وړي، مړي به يې زموږ كورونو ته راځي.

دا وګورئ

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *