چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / د امريكا نوې لوبه

د امريكا نوې لوبه

ف، فايض

د استعمار كلمه خو له پخوا نه په سياسي مصطلحاتو كې دود وه او خصوصاً د كمونيزم بلاك خو به بيا د استعمار نغارې ته غبرګ لرګي نيولې وو. زموږ په هېواد كې خو بيا د چپي ګوندونو غړو دا كلمه په ډېر خوند تكراروله او پر لويديځ به يې د خپل زړه بړاس يوست؛ خو كله چې په 1357 كې په ايران كې اسلامي انقلاب بريالى شو او د امريكا او انګليس لاسپوڅى رژيم نسكور شو؛ نو مسلمانو انقلابيونو د استكبار كلمه ډېره دود كړه. استكبار قرآني كلمه وه او په پښتو ژبه كې ورته ستر چاري ويلاى شو. دا كلمه (تفرعن) ته ورته معنا افاده كوي. د فرعون كيسه په عظيم الشان قرآن كې مشهوره ده، هغه د خدايي ادعا وكړه او د مصر خلكو ته يې وويل چې انا ربكم الاعلى يعنى زه ستاسې لوى رب يم، حال دا چې هغه انسان و او هيڅكله رب كيدلاى نه شو. ا… تعالى حضرت موسى (ع) د هغه مقابلې ته ور واستاوه، فرعون د حضرت موسى (ع) پر وړاندې مات شو او بالاخره خداى پاك له خپل لښكر سره په سيند كې ډوب كړ، چې څوك د نيل او څوك د قلزم سيند يادوي.

كله چې تر دويم نړيوال جنګ وروسته د امريكا او شوروي ترمنځ ساړه جنګ سر را پورته كړ، هر يوه ځان د خپل عصر فرعون ګاڼه، تر هغې چې پخوانى شوروي خداى پاك د افغانستان د مسلمان ملت په لاسو مات كړ، هغه لويه امپراتوري يې هم لاړه چې د تزار له زمانې نه يې په جوړولو لګيا وه او هغه سره ايډيالوژي يې هم لاړه چې ډېره به يې د خلكو مخې مخې ته كوله.

روسانو فكر كاوه چې يوه داسې نوې تحفه يې موندلى ده چې تر اوسه په دنيا كې سارى نه لري حال دا چې حقيقت بيا داسې نه و> په افغانستان كې د روسانو تر ماتې وروسته هغه د “ماموته، بيا دې موته” په مصداق امريكا برلاسى وموند او جهان د يو قطبي توب پر لور ولاړ. د امريكا تر ټولو بيړنى اقدام دا و چې په افغانستان كې د روسانو تخليه كړى ځاى ډك كړي، همغه و چې د دې ارمان د تحقق په خاطر يې مختلفې پلمې جوړې كړې او مختلفې پروژې يې رامنځته كړې. زه چې اوس هم ګورم چې يو شمېر هېوادوال د مختلفو دلايلو او انګيرنو له مخې د دغو امريكايي پروژو مخه پريمنځي، نو حيران شم، ډېر خواشينى پر دې شم چې په دې اړه له مذهبه ډېره بده استفاده وشوه، يعنى غواړي هر ناولى مخ د مذهب پر پاكو اوبو پريمنځي.

په افغانستان كې د روسانو تر ماتې وروسته د لويديځ ټوله هڅه دا وه چې مجاهدينو ته دا مجال ور نه كړي چې يو اسلامي نظام جوړ كړي. كه څه هم چې موږ خو تره ډېر د كدرونو له فقر سره هم مخ وو او د نظام جوړول هم هسې اسانه خبره نه ده؛ خو كه افغانستان پريږدو او د نړۍ نورو د حساب وړ اسلامي هېوادو ته مخه كړو، هم دا حقيقت ښه درك كولاى شو؛ ډېر ښه مثالونه يې الجزاير، تركيه او مصر دي. په الجزاير كې اسلامي نهضت د دموكراتيكو انتخاباتو له لارې واك ته د رسيدو له لارې خپله مخه خلاصه مخه كړه؛ خو فرانسې پرينښودل چې دا كار ممكن شي، په تركيه كې تر يوه اوږده انتظار وروسته د مرحوم نجم الدين اربكان په مشرۍ اسلامي نهضت انتخابات وګټل او اربكان مرحوم صدراعظم شو؛ خو پوځ پرې فشار راوست او هغه يې استعفى ته اړ يوست دغسې د تركيې د 2016 ناكه كودتا در واخله چې له ښه شامته ناكامه شوه، او وروستۍ بدمرغه خونړۍ پېښه د مصر وه چې پر ډاكټر مرسي د پوځ خونړۍ كودتا تر سره شوه، د دفاع وزير سيسي ځان ولسمشرۍ ته ورساوه او اوس هيچاته هم اجازه نه وركوي چې ځان د هغه پر وړاندې كانديد كړي، دا دى د مصر پخوانى صدراعظم احمد شفيق چې تير پنځه كاله يې په متحده عرب اماراتو كې تېر كړل او اعلان يې وكړ چې غواړي ځان د مصر راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته نوماند كړي، د متحده عرب اماراتو حكومت ونيو او د مصر حكومت ته يې وسپاره او هلته يې تر فشار لاندې اعلان وكړ چې دى د مصر ولسمشرۍ ته وړ كس نه دى؛ نو ځكه له خپل دې عزمه تېر دى. ټوله دنيا پوهيږي چې دا يوه څومره رسوا ډرامه ده.

له بلې خوا داعش په عراق او سوريه كې مات شو، عراق ته يې د يو نيم سل ملياردو ډالرو زيان ور واړاوه او داعش چې څومره خلك ووژل شول هغه خو جلا خبره ده. تر دې ماتې وروسته داعش د سينا صحرا ته ور ټول شو او عجيبه خو دا ده چې د فلسطين د مجاهد او مبارز سازمان (حماس) پر خلاف يې د جهاد اعلان كړى او بهانې ته ګوره! دا ځكه چې حماس له بيت المقدس نه دفاع و نه كړاى شوه. دا څومره پيكه استدلال دى اول خو حماس د اسرائيلو پر وړاندې يو تشلاسى سازمان دى او دوهم دا چې امريكا په ټول قوت د اسرائيلو تر شا ولاړه ده، حال دا چې هره ورځ د اسرائيلو پر وړاندې فلسطيني ځوانان پخپلو وينو كې لمبيږي، اسرائيلو تر اوسه پورې د حماس مهم مشران هم شهيدان كړل چې يو په كې شيخ احمد ياسين و، همدارنګه حتى ياسر عرفات د اسرائيلو د يوې خاينانه توطيې په نتيجه كې مسموم او شهيد كړاى شو.

اوس حقيقت څه دى؟

ډېر وړاندې به نه ځو همدا د مصر د 2013 كال له كودتا نه به يې را پيل كړو. په دې كودتا كې ان چې سعودي او تحده عرب اماراتو هم د مصر له سفاك دفاع وزير سره مرسته وكړه، سعودي 8 مليارده ډالر او اماراتو 4 مليارده ډالر السيسي ته په واك كې وركړل او پر دې سربېره يې د مصر سلفيان چې سياسي قبله يې سعودي دى، دې ته وهڅول چې د جنرال سيسي مرسته وكړي. دا د مصر سلفيانو ته ډېره د شرم خبره وه. د مصر ياده كودتا د امريكا، اسرائيلو، د مصر د پوځ، سعودي او متحده اماراتو ګډه كودتا وه او هر يوه لوري په كې خپل اهداف درلودل او هغه يې لاس ته راوړل. دا چې داعش اوس د چا پروژه ده او تر شا يې كوم اهداف پراته دي، چا چې د سياست الفبا هم لوستې اوس يې سرپرې خلاص دى د امريكا له پاره ډېره د شرم خبره ده چې اوس هم د نړيوالو له سترګو د دې حقيقت د پټولو هڅه كوي، بس امريكا ده او پروژې دي چې يوه په بلې پسې رامنځته كوي. يوه خبره چې ډاګيزه ده، هغه دا ده چې امريكا زوروره ده، د نړۍ يو لوى اقتصاد يې په لاس كې دى، د نړۍ كوچنى هېوادونه په ګوتو كې اړوي را اړوي؛ غواړي نړۍ يې په ګټه يو قطبي اوسي، څه يې چې زړه وغواړي، هغه دې وكړي. امريكا اوس غواړي چې د داعش په وسيله د اسرائيلو په ګټه حماس ته يو تهديد متوجه كړي، يعنى اوس به داعش دغلته د اسرائيلو او امريكا نيابتي جګړه پر مخ بيايي.

زه غواړم دلته يوه حقيت ته اشاره وكړم او هغه دا چې امريكا دې يو ځل د نړۍ د زور واكانو تاريخ مخې ته كښېږدي او همغه له فرعونه دې يې را شروع كړي، بيا دې د دې نورو زورواكانو تاريخ و ګوري، دا به ورته څرګنده شي، چې د هېڅ زورور څراغ هم تر سهاره بل نه وي. كه انګريز سقوط وكړ، فرانسې وكړ، جرمني وكړ، ايتاليې وكړ، روسانو وكړ دغسې امريكا هم د سقوط تر درشله رسيدلاى شي. دا سهي ده چې د نړۍ مستضعف ولسونه به ووژل شي، نور هر اړخيز زيانونه به و ګوري، خو امريكا دې هم دا فكرنه كوي چې همېشه به يې خبره ميره وي، لنډ مثال يې په ويتنامه كې شرميدلې ماته وه.

دا وګورئ

پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

ع، وطندار له پاكستان سره د افغانستان اوسنۍ ناخوالې او اختلافات د انګرېزانو د رذيلانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *