چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / يوې ژورې توطيې بېلابېلې كړۍ!

يوې ژورې توطيې بېلابېلې كړۍ!

له انتخاباتي كميسيونونو سره د حكومت او ارګ چلند، د بلخ د پخواني والي او جمعيت اسلامي د ځينو غړيو څرګندونې او رجزونه، د جنرال عبدالرازق د بغاوت اعلان، په يو شمېر رسنيو كې د نظام د بدلون خبرې او بالاخره د بريښنايي تذكرو په اړه د ډېرو بويناكو خبرو خپرېدل د يوې ژورې توطيې بېلا بېلې برخې ښكاري.

ځكه چې په دې كې له مركزيته تېښته، له قانون نه سرغړونه او بغاوت، خپلسريو ته لمن وهل او بالاخره داسې انارشۍ ته ننوتل دي چې بيا يې هېڅ لورى سنبال نكړاى شي.

پوښتنه داده كه دا د هېواد د سلامتۍ او يووالي پر خلاف ژوره توطيه نه وي آيا ممكنه ده چې په يوه وخت كې داسې عام بغاوت او له قانون او اصولو سركشي وشي؟

راځئ د يادو پېښو پر يوه يې لږ تم شو. د بلخ والي استعفا وكړه چې ولسمشرغني له يوې مودې وروسته ومنله. عطامحمد نور او د جمعيت اسلامي يو اړخ استدلال كوي چې عطامحمد نور له ولسمشر سره د يوه اړخ په توګه معامله كړې او استعفا مشروطه ده!

بل استدلال دادى چې اوسنى حكومت پرونډو ويشلى او ولسمشر حق او صلاحيت نه لري چې والي لرې كړي. دغه دواړه دلايل په دې معنا دي چې  د كوم اصولي تفاهم خبره نشته، بس د افغانستان تخت او تاج د غنميت د مال په څېر دوو لوريو سره وېشلى دى. دغسې ويش پخپله مردود دى.

كه د اصولو خبره وي بيا خو چې تفاهم وشي اصل بيا هم قانون دى، په قانون كې ولسمشر خپل واك او صلاحيتونه لري، كيداى شي دا ادعا وشي چې ولسمشر پر ژمنو عمل نه دى كړى خو دا ادعا ډېره مسخره ده چې د والي او ولسمشر قانوني حيثيت او واكونه يو شان دي.

له دغه ناندريو نه د پلمې په دود اوس په يو شمېر رسنيو كې د نظام د بدلون ډنډوره ډېره توده شوې ده.

معنا دا چې ولسمشر غني اوس په يوه ديكتاتور بدل دى، دا د اوسني رياستي نظام ستونزه ده بايد نظام بدل او پارلماني ته واوړي. خوكه د مسالې پر څرنګوالي فكر وكړو له ورايه ښكاري چې مساله له قانون نه د سر غړاوي ناوړه دود او د هېواد پر سياسي برخليك د پرديو تسلط د شوم سيوري پايلې دي.

د مركز له قانون ماتونو او پر قانون د ملنډو نه نيولې د ولايتونو د واليانو او قوماندانانو تر بغاوتونو پورې او د رسنيو د ملي يووالي پر خلاف تر پراخ كمپاين پورې، په ټولو كې د بهرنيانو پر شا ټپول له ورايه ښكاري كه په رياستي نظام كې دومره خپلسرۍ دي په پارلماني كې خو بيا هرڅه ختم بوله. كه ولس د خپل برخليك لپاره سره متحد نشي او د اصلي ستونزې چاره ونه كړي د سترو ناورينونو انتظار بايد وكړو.

 

 

دا وګورئ

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *