چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / سندريزه شپه!

سندريزه شپه!

شفیقی

ظاهراً د رسنيو مسوولين ډېر په ډب كې ګرځي ډېر به فكر كوي چې مزې خو دوى وكړې، د امريكايي ډموكراسۍ له بركته اوس ډېر رسنۍ په مزو كې هم دي. د بيان ازادي داسې په درز كې روانه ده چې د كنځلو ازادي، قومونو ته د سپكاوي ازادي، د ړندو عقدو او پټو ماموريتونو د ذليلو خاوندانو لپاره د ډال حيثيت لري. دا نن په كابل كې داسې رسنۍ هم شته چې مسوولين يې خپلې دندې د غني او عبدالله په لنډۍ پاچهي نه وركوي.

خو چې د هېواد ارزښتونو او هويت ته ژمنتيا او خلوص وي، د رسنيو چلول آسانه او ساده خبره نه ده.

يو وخت زه د پيام ازادي راډيو تلويزيون د پروګرامونو مسوول وم، له بشارت صاحب وروسته به هر مسووليت زما پر اوږو ؤ، د خداى كړه دي چې بشارت به حاضر و خير و خيرت به و، چې كله به هغه په  كوم لوري لاړو يوه ستونزه به خامخا پېښته وه، د تلويزيون چارې د وخت په تېرېدو منظمې شوې. پيام ازادي تلويزيون نو اصلاً د كابل ادارې ( د استاد رباني د حكومت ) پر خلاف د تبليغاتي كمپاين يو دريځ ؤ. مركې، خبرونه، سياسي تبصرې، راپورونه يې مهمه منځپانګه وه. بشارت په سياسي او مطبوعاتي ډګر د نبوغ تر بريده د ستر استعداد خاوند ؤ، ددې لپاره چې لږ تفريحي مرچ او مساله پكې وي. حيواناتو نړۍ، يو څو جنګي فلمونه او د « ناپرسان » په نامه يوه پېښورۍ  ډرامه مو پكې ځاى كړل، حكمتيار صيب ددې ډرامې ډېر مخالف ؤ يوه ورځ يې بشارت صيب ته وويل ډېر مې بدې راځي ترې لرې يې كړئ، خو بشارت صيب ورته وويل انجينر صيب دا تلويزيون خو يوازې ته نه ګورې، ددې ډرامې ډېرې ستاينې كيږي، ريښتيا هم د اسماعيل شاهد او څو تنو نورو هنر مندانو دغه ډرامه يو شهكار ؤ.چې په ټولنه كې شته ټګي برګي يې تمثلوله.

په هر صورت خبره مې پردې وه چې د سكاډ غونډۍ كله د انوري له ډلې ونيول شوه  پر نورو شيانو سر بېره زيات شمېر ويډيويي كسټونه هم پكې وو چې ۹۰ سلنه يې هندي، ايراني، افغاني فلمونه او سندرې وې، ددې كسټونو زياته برخه يې تلويزيون ته راوړل. دلته نو ځوانان وو په غلا غلا به يې ليدل.

خويوه ورځ خبره ډېره بده رسوا شوه، كيسه داسې وه چې كله ماښام د تلويزيون پروګرام چمتو شو، پاس ترانسميتر ته مؤظفو كسانو ورسره يووړ، هغه مهال په دوو ويډيو ګانو كې چې نيغ په نيغه له ترانسميتر سره وصل وې كسټونه د پروګرام د ترتيب له مخې خپريدل.

يارانو د خپلې تفريح لپاره د سكاډ غونډۍ له كسېټو يوه ورسره اخيستې چې دابه هلته ګوري، د پروګرام په نميايي كې چې د ويډيو د بدلولو وخت دى د پيام ازادي د پروګرام پر ځاى يې هماغه د سندرو كسېټ ور وغورځوله چې سمدستي د حزب اسلامي د خپرني ارګان له ترانسميتر نه ناڅاپه د مستو هندي سندرو شور اوچت شو.

په څو دقيقو كې د مخابرو زوږ جوړ شو. موږ چې د مخابرې له لارې څو د ترانسميتر مسوولين خبرول يوه نيمه سندره خپره شوې وه، خو زربيرته عادي پروګرام پيل شو.

زه و پوهېدم چې لانجې جوړې شوې، په خپل نصيب مې هم خوښ وم او هم خپه. خپه پر دې وم چې بشارت صاحب بيا غيب و او مسووليت زما پر غاړه و. خوښ پردې وم چې حكمتيار صاحب ننګرهار ته تللى ؤ، د ټولو له هغه نه ډېره سترګه كېده. چې سهار شو، زموږ سټوډيو دغه وخت د لوګر په ذخيرو كې وه چې د حزب مالي او نظامي دفترونه هم همدلته وو. سهار چې څوك راځي يو ځل د تېرې شپې د پيام د آزادي تلويزيون هندي سندرو خبره كوي.

ما د مخه ځواب ورته چمتو كړى و، پړه مو د استاد رباني او د دوى پر روسي ملګريو ور واچوله: ګورئ، دا هماغه د مرغومي د شپږمې كيسه ده، ببرك كارمل له تاشكند نه د كابل د راډيو پر څپو د انقلاب د نوي پړاو زيري وركول!

بس چې هرڅه وو همدوى دلته بيا زموږ له څپې هندي سندرې خپرې كړې. په دې كې د اطلاعاتو كسان هم وو چې تقريباً ټول پردې چوپ شول.

ماپه زړه كې ګوړې ماتولي چې ښه ؤ حكمتيار صاحب نه ؤ هغه ته دا وضاحت وركول ګران وو. بس خبره تېره شوه، بيا مو هره ورځ د ترانسميتر مسوولينو  ته تر غوږ ورتېروله چې دا ځل كومې ايرانۍ سندر غاړي سندرې خپرې نه كړئ.

زه چې اوس پرې فكر كوم دغو مخالفتونو څومره سترو بدمرغيو ته لارې وركړې وې، د سندرو خپرېدل خو عادي خبره ده د انسانانو مرګونه په همدې اختلاف توجيه شوي دي.

نورې داسې بدمرغۍ چې نه يې څوك د ويلو او نه د اورېدو زغم لري. لعنتي اختلاف هر څه ته لارې پرانيستې وې او پړې يې يو پر بل اچول كېدې.

دا وګورئ

پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

ع، وطندار له پاكستان سره د افغانستان اوسنۍ ناخوالې او اختلافات د انګرېزانو د رذيلانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *