چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / آیا په ریښتیا د قانون حاکمیت دی؟

آیا په ریښتیا د قانون حاکمیت دی؟

ولسمشر وایي چې په افغانستان کې نه ملوک الطوایفي ده او نه میراثي حکومت دی. نوموړي د خان سټېل په نوم د اوسپنې د یوې کارخانې د پرانیستې په مراسمو کې دغه خبرې وکړې چې د ملوک الطوایفۍ په تړاو یې اشاره د عطامحمد نور او د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق خبرو ته وه او د میراثي حکومت په باب به یې طبعاٌ اشاره د هغو کابلیو رسنیو خپرونو ته وه چې ولسمشر غني دیکتاتور او انحصار ګر بولي کټ مټ لکه میراثي حکومتونه چې وي.

ولسمشر غني په همدې خبرو کې وايي چې په افغانستان کې د قانون حکومت دی. پوښتنه دا ده چې د افغانستان په قانون کې د اجرائیه ریاست ځای او حیثیت چېرته راغلی دی؟

دا به ومنو چې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد کیسه نوره ختم شوه، خو قانون به تر کله هغه ته حوصله کوی چې د حکومت پر خلاف آن وسله وال اقدام ګواښونه وکړي؟

آیا دا اوس چې د اجراییه ریاست پرشتون سر بېره له جمعيت اسلامي سره د نورو امتيازونو په سر كومې چې روانې دي داد هېواد د اساسي قانون له نظره له نور ولس او نورو ډلو سره ښكاره ظلم او تيرى نه دى؟

راځو د جنرال عبدالرازق خبرو ته، له هغو سره به څه چلند كېږي؟ په داسې شرايطو كې چې هېواد عملاً په جګړه كې ښكيل دى. دغسې د واك او ځواك جزيرې د هېواد پر برخليك څومره منفي اغيز ښندي؟

دلته خبره د جنرال عبدالرازق نه ده، د ستونزې اصلي سرچينه د هېواد پر برخليك مسلط بهرنيان دي چې لومړى ګام يې د اساسي قانون پر خلاف د دوه سره حكومت جوړول وو.

دغه تركيب چې پخپله ولسمشر غني يې آن د ۲۰۰۹ كال د ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال د نوښتګر په توګه ياديږي، اوس په داسې ناسور بدل شوى دى چې يو ځاى عطا غوندې څوك راپورته شي، بل ځاى دعبدالرازق په څېر.

د غني تر حاكميت لاندې كابل كې داسې رسنۍ شته چې نه د هېواد هويت مني او نه ملي يووالي ته ژمنتيا لري، برعكس د هېواد تاريخ او هويت ته سپكې سپورې وايي.

په دغه حالت كې د قانوني حكومت او حاكميت دعوه ډېره خندنۍ ده.

ولسمشر په ژبه كې تيز دى، دا به پريږدو چې كله كله لويې تېروتنې هم كوي، خو داسې خبرې ډېرې كوي چې فسبوكې اردليان يې بيا تر اونيو پورې شخوند پرې وهي. خو ولس شاهد دى چې موږ نن د انتشار په يوه بې ساري پړاو كې يو. لويه ستونزه مو داده چې قانون مظلوم دى. ددې مظلوميت ستر لامل د بهرنيانو حاكمانه شتون دى.

پر اولس مو اور بل دى، چارواكي يې د قاتلانو ستاينې كوي، پر ولس په هر كونج كې يو بېل واكمن مسلط دى، ددې لپاره چې ولس بې مشره، بې محوره او بې ارادې وي. تر څو ددغه ستونزې اساسې چاره ونشي لفاظيو نه ولس باور كوي او نه يې مصيبتونه ختميږي.

دا وګورئ

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *