دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / ملېشه د افغانستان د بربادۍ پلان دی

ملېشه د افغانستان د بربادۍ پلان دی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې امريکايان او ولسمشر غني غواړي په افغانستان کې د مليشو لښكرې جوړې كړي، ورځپاڼې د كارپوهانو او د بشري حقونو د سازمانونو له قوله ليكلي چې د ملېشو پر كړو وړو څارنه ګرانه ده او زياتره د جنجالونو او ستونزو سبب دي.

زموږ په هېواد كې د ببرك كارمل له وروستيو وختونو څخه د ملېشو تجربې پېل شوې چې هېڅ نظام ته يې ګټه نه ده رسېدلې او كه ښه ارزونه تر سره شي همدغه ملېشې د حكومتونو د را نسكورولو او جګړو د دوام يو ستر لامل ثابتېداى شي.

زموږ په هېواد كې د نوي نظام له پيل سره د ډاياګ او ډي ډي آر پروګرامونه د همدې لپاره پيل شول چې ولس د ملېشو او غير مسوولو وسله والو له سره وژغورل شي.

له بده مرغه امريكا افغانستان ته د سيمې په كچه د خپلو لوبو د مركز او قوماندې په سترګه كتل، زموږ د ولس د هيلو او ارمانونو پر خلاف يې دلته په ډېر مهارت د جګړې د دوام او د وسله والو بغاوتونو او انارشۍ راتلو ته لمن ووهله.

امريكا د دې پر ځاى چې ټول امنيتي او استخباراتي ماموريتونه او دندې زموږ ملي پوځ او امنيتي ادارو ته وسپاري او د هغو د پياوړتيا لپاره مرستې وكړي برعكس يې داسې متبادلې لارې غوره كړې چې زموږ پوځ كمزورى او ناتوانه پاتې شي، امنيتي كمپنۍ، پردۍ استخباراتي ادارې او محلي ملېشه ځواكونه  پياوړي شي.

د امريكا موخه معلومه ده، هغوى غواړي د افغان ځواكونو د ناتوانۍ په پلمه دلته خپل پوځونه وساتي او په سيمه كې د خپلو نورو موخو په لاسته راوړو تمركز وكړي. بدمرغي دا ده چې زموږ چارواكي د خپل ولس د مصيبتونو د دوام په بيه د پرديو اجنډاو سره موافق دي.

ولسمشر غني د كوم مجبوريت له مخې ملېشې جوړوي؟ نوموړى چې د يو والي د را قابو كولو او رام كولو توان نه لري، دا اوس د غير مسوولو وسله والو د نارواو په داستانونو د هر با ضميره افغان سر له شرمه ښكته دى.

د ملېشو د لـښكرو جوړول به د جناياتو له دوام پرته بل څه پايلې ولري؟

په تېرو درې نيمو كلونو كې چې په فارياب، تخار، كندز، بغلان او هلمند كې د دوستم، مير علم او نورو مليشو كوم جنايات كړي دي نه يې غني ځواب ويلى شي او نه يې ولس ته اوښتى مادي او معنوي زيان جبېره كېداى شي.

امريكا يوازې د دې لپاره زموږ د ملي پوځ او رسمي امنيتي ځواكونو پر ځاى ملېشې جوړوي چې له هغو نه د پخواني كمونيستي حكومت په څېر د افغان وژنې په بدنامه لوبه كې كار واخلي. ولسمشر او بل هر افغان چې د دې پروګرام سره توافق كوي، اصلاً په دې افغان وژنه كې شريك دى.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *