دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / «خپله خوله هم كلا ده، هم بلا»

«خپله خوله هم كلا ده، هم بلا»

ف، فايض

پتېيل شوې وه چې تېره پنجشنبه (۱۳۹۶\۹\۹) د پارلمان د يو شمېر وكيلان، يو شمېر سياسي فعالان او د احزابو او سياسي جبهاتومشران په كندهار كې غونډه وكړي. قرار و چې په دې غونډه كې د بلخ والي ښاغلى نور هم ګډون وكړي؛ خو د پردې تر شا كه هر څه شوي وي؛ خو رسنيو ته دا را ووته چې د ښاغلي نور د سپرلۍ الوتكې ته د پرواز اجازه ور نه كړل شوه. غونډه جمعې او بالاخره شنبې ته وځنډول شوه؛ خو چې د بلخ والي را نه غى، غونډه جوړه شوه. د دې غونډې له جوړېدو نه ورځ دوه د مخه په باكو كې د آسيا د زړه هېوادو غونډه شوه چې ولسمشر په دغې غونډه كې د ګډون له‌پاره ولاړ او اجرائيه رئيس سوچي ته د شانګهاى هېوادو غونډې ته ولاړ. ولسمشر چې غونډې ته د داعش د كمزوري كېدو په اړه كوم زيرى وركړ، هغه له توندو غبرګونونو سره مخ شو او د واقعيت خلاف وبلل شو او اجرائيه رئيس بيا شانګهاى غونډې ته د طالب او داعش د همكارۍ د پيل كېدو له لامله اندېښنه وښوده؛ خو ولسمشر د كندهار له غونډې نه په اندېښنه كې و. غونډې ته ويناوالو لكه د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت ا… نبيل، ډاكټر انورالحق احدي او حاجي عبدالظاهر قدير او نورو په خپلو خبرو كې د هېواد امنيتي، سياسي او اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ وښود. نبيل حكومت د پاكستان له استخباراتو سره د اړيكو پر درلودلو تورن او دغسې د قدس او حقاني شبكې سره د معاملو خبره را پورته كړاى شوه او حاجي عبدالظاهر قدير وويل چې كله طالب او داعش سره جنګېږي؛ نو يواځې پر طالبانو بمبارد كېږي.

د كندهار د غونډې كميت او كيفيت كه هر ډول و؛ خو ولسمشر يې اندېښمن كړى و، كله چې غونډه پاى ته ورسېده؛ نو ارګ به ويلي وي چې

بریخت درد می و محتسب ز دیر ګذشت

رسیده بود بلايی؛ ولی به خير ګذشت

غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک صادر کړ او له حکومته يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او د دې اصلاحاتو له‌پاره يې حکومت ته دوه مياشتې ضرب الاجل وټاکه، دا چې حکومت به څه کوي او بيا به د کندهار د غونډې مبتکرين څه کوي، دې ته به انتظار کوو.

ولسمشر چې هسې يې هم اعصاب ناارامه وو دې خبرې ډېر په  غوسه کړی و چې د دولت ځینې لوړ پوړي یا د منځنۍ کچې چارواکي له داعش سره لاس لري. هغه په ارګ کې یوې جوړې شوې غونډې ته وويل هر څوک چې دا ادعا لري محکمې ته دې حاضر شي او خپل ثبوتونه دې وړاندې کړي او که نه؛ ټيکری دې پر سر کړي. د ولسمشر دې خبرې پراخ غبرګون را وپاراوه، خصوصاً د بشري حقوقو او د ښځو حقوقو فعالان او د ښځو اړونده شبکې، د ولسمشر دا خبرې د ښځو مقام ته سپکاوی وګاڼه او په راتلونکي کې يې د دغسې څرګندونو نه د ځان ساتلو سپارښتنه وکړه. دا غبرګون دومره توند و چې ولسمشر يې دې ته اړ کړ چې د خپلې خبرې له توجيه سره یې بخښنه هم وغوښته؛ نو دلته سړي ته د شاعر هغه خبره وريادېږي چې:

ګستاخ سخن مباش با كس

تا عذر نخواهی از پس

نو په کار دا ده خصوصاً سياسي او حکومتي مشرانو ته چې خپلې خبرې اول په ترازو ښې وتلي او بيا يې له خپلو مبارکو خولو را وباسي چې بيا دا عذر نه وړاندې کوي چې زما خبرې مطبوعاتو تحريف کړي دی او که نه زما هدف دا نه و. که دغه مشران پر خپلو خبرو کنټرول نه لري ښه دا ده چې خپلې بيانيې وليکي او ويې لولي، هيله ده هلته به په دې اړه ډېر احتياط کېږي چې يوه دغسې خبره دې په بيانيه کې ځای کړای شي چې د ټولنې حساسيتونه را وپاروي.

د دې تر څنګ زه غواړم د اصلاحاتو پر بهير چې د کندهار غونډې يې سپارښتنه وکړه (۱۳۹۶\۹\۱۱) یو څو خبرې وکړم:

زما په اند اصلاحات د يوې ورځې، یوې مياشتې يا يو کال خبره نه ده، موږ همېشه اصلاحاتو ته اړتيا لرو او دا بهير بايد هېڅکله هم تم نه کړای شي. يو وخت ښايي داسې هم وشي چې حکومت پر يوه يوه چا د يوې دندې د پر مخ بيولو اعتماد وكړي؛ خو هغه سړى هغه د مرحوم مولوى صيب خالص خبره پوچ كارتوس وخېژي، بيا نو اصلاحات دا ايجابوي چې حكومت د هغه په باب تصميم ونيسي؛ خو د افسوس خبره دا ده چې د بن له غونډې را وروسته ټول حكومتي جريان په مصلحتونو بنا او را روان دى كه چېرې حقايق او واقعيتونه د مصلحتونو د سر صدقه شوي نه اى؛ نو دا د تېرو شپاړسو كالو مزل به مو بېهوده نه واى. دا سهي ده چې واكمنان خوبه په ارګ كې ناست وي چې لا ورسره د سپېدار ماڼۍ هم ملګرې شوه؛ خو موږ د ټولنې په منځ کې ژوند کوو. اوس په ټولنه کې دوه څېزه ډېر ښه چلېږي:

يو وچ زور

او دوهم د ډالرو بنډلونه

باور وکړﺉ اوس هغه عادي واسطې هم کار نه ورکوي، يو څوک به چا ته واسطه کړې؛ ځکه بې واسطې دې څوک سلام هم نه اخلي؛ خو هغه ته به ښه وکړي، لاس به ورته په سينه کښېږدي؛ خو چې يار له کوڅې تېر کړي، رنګ يې هېر کړي.

حقيقت دا دی چې زموږ دولت په ټوله کې اصلاحاتو ته جدي اړتيا لري، داسې نه چې دا اصلاح يواځې د حکومت په ليکو کې ضرور ده؛ په حکومت کې ضرور ده، په قضائيه قوه کې ضرور ده او په مقننه کې ضرور ده، داسې نه ده چې يوې قوې ته ټول جنتيان را ټول شوي او بلې ته دوزخيان؛ بلکې په هر ځای کې ښه او خراب شته؛ خو دا حقيقت بايد ومنو چې ښه په اوړو کې د مالګې په اندازه دي او بد ډېر دي. پر دې اساس زه یو ځل بيا وايم چې اصلاحات يو همېشنی بهير دی او بايد هم وي؛ خو دا هم بايد هېر نه کړو چې فرمايشاتو ته بايد د اصلاحاتو نوم ور نه کړل شي، يعنی زه چې څوک در ښييم هغه به په يوه لوړ منصب ټاکې، بس همدا اصلاحات شو، نه داسې نه ده بايد د فرمايش او اصلاح تر منځ توپیر وشي. بله خبره مې دا ده چې دا د اصلاحاتو غوښتونکي دې هم لږ خپل سرونه په خپلو ګرېوانونو کې ښکته او پر خپله ماضي دې يو نظر واچوي او عادلانه قضاوت دې وکړي؛ ځکه خړی هم برګي کم نه دی.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *