دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / په افغانستان كې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب ووژل شو

په افغانستان كې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب ووژل شو

د ګډو عملياتو په ترڅ كې عمر خطاب چې په عمر منصور مشهو و، له خپلو ۸۰ كسانو سره وژل شوى او د القاعده شبكې ۲۷ تنه غړي نيول شوي هم دي (د ملي امنيت عمومي رياست)

كابل – امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال په افغانستان كې د القاعده ډلې مشر عمر خطاب وژلى دى.

د ملي امنيت عمومي رياست څخه تېره ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، په پكتيا، زابل او غزني ولايتونو كې د القاعده ډلې په ضد د ملي امنيت د ځانګړو ځواكونو، ملي اردو او غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د ګډو عملياتو په ترڅ كې په افغانستان كې د يادې ډلې مشر عمر خطاب چې په عمر منصور مشهو و، له خپلو ۸۰ كسانو سره وژل شوى دى.

په خبرپاڼه كې زياته شوې چې د عملياتو په مهال د القاعده شبكې ۲۷ تنه غړي نيول شوي هم دي او پنځه مهم مركزونه يې په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

سرچينه وايي، په وژل شويو كې د القاعده شبكې مهم قوماندانان قاسم مشهور په خرم كياني، حسن حمزه او جنېد هم شامل دي.

القاعده شبكې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *