دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / افغانستان د کرکټ په یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ په خپله لومړنۍ نړيواله لوبه کې څلور وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو

دوبۍ – افغانستان د کرکټ په یو ورځنۍ لوبه کې ايرلنډۍ لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د “جينسېنګ انرژي کپ” د درېيو يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ سيالۍ یې په خپل نوم کړه.

دا لوبه په متحده عربي اماراتو كې ترسره شوه چې پچه یې ایرلنډ وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سیالې لوبډلې ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه. په توپوهنه کې له افغان لوري ناصر جمال ۵۳، رحمت شاه ۵۰، راشد خان ۴۸ او شفیق الله شفق بیا چټکې ۳۶ منډې وکړې.

خو ایرلنډ د توپوهنې په برخه کې ښه پیل نه درلود او ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ یې ټولې هيلې له خاورو سره خاورې کړې او په خپلې تاریخي لوبې سره یې د ایرلنډ ملا ماته کړه. دا د مجیب ځدراڼ لومړنۍ نړیواله لوبه وه.

د توپ اچونې په برخه کې مجیب ځدراڼ څلور، راشد خان درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ د شارجې په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره كېږي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه لوبه د روانې ډسمبر مياشتې په اوومه او درېيمه سيالي په لسمه نېټه وي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او ايرلنډ د کرکټ د نړيوالې شورا د بشپړ غريتوب له ترلاسه کولو وروسته له يو بل سره مخ کېږي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *