دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / اوچا: په روان ميلادي کال کې د جګړو له امله ۳۶۰۰۰۰ افغانان بې ‌ځایه شوي

اوچا: په روان ميلادي کال کې د جګړو له امله ۳۶۰۰۰۰ افغانان بې ‌ځایه شوي

 

دا شمېر د ۲۰۱۲ کال په پرتله د جګړو له امله د بې ځایه شویو په شمېر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی ښيي

کابل – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۱۷ کال کې ۳۶۰۰۰۰ افغانان چې د ټولو بې ځایه شويو ۹۳ فیصده دي، د روانو جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

اوچا ویلي چې دا شمېر د ۲۰۱۲ کال په پرتله د جګړو له امله د بې ځایه شویو په شمېر کې ۱۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

د ياد دفتر په خبره، په ځینو سيمو کې د اسلامي دولت یا داعش د جګړو د اندېښنو له امله خلکو د جګړو له پيلېدا مخکې خپلې سيمې پرېښې دي. د اوچا د راپور له مخې، د جلال اباد ښار شاوخوا ته د دغسې بې ځایه شویو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د اوچا په راپور کې راغلي: “اوس له یو میلیون څخه کم بې ځایه شوي افغانان په ننګرهار ولایت کې په نارسمي پنډغالو کې ژوند کوي چې ۶۴ فیصده یې له ۱۸ کلونو ښکته عمر لري چې د شرایطو سمېدو ته عاجله اړتیا لري.”

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *