دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسمشر غني: راتلونکی میلادي کال به د افغانستان او ازبکستان لپاره د ګډو همکاریو له پلوه خورا مهم وي

ولسمشر غني: راتلونکی میلادي کال به د افغانستان او ازبکستان لپاره د ګډو همکاریو له پلوه خورا مهم وي

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، ټرانزیټ، امنیت، اقتصاد، ګمرکونو، روغتیا، لوړو زده کړو او يو شمېر نورو برخو کې د ګډو همکاریو ۲۱ تړونونه لاسلیک شول

تاشکند – ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې راتلونکی میلادي کال به د افغانستان او ازبکستان لپاره د ګډو همکاریو له پلوه خورا زیات مهم کال وي.

ولسمشر غني پرون له خپل ازبکستاني سیال سره په تاشکند کې په يوه ګډه خبري ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې مهمې وبللې او په ۲۰۱۸ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا يې ټینګار وکړ.

هغه وویل: “زما وړاندیز دا دی چې ۲۰۱۸ ميلادي کال دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو لپاره ډېر مهم او عملي کال وي، افغانستان غواړي چې ازبکستان يې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې يو مهم ملګری او همکار وي.”

افغان چارواکو له خپلو ازبکستاني سیالانو سره د تجارت، ټرانزیټ، امنیت، اقتصاد، ګمرکونو، روغتیا، لوړو زده کړو او يو شمېر نورو برخو کې د ګډو همکاریو ۲۱ تړونونه لاسلیک کړل.

بلخوا د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغان ولسمشر دغه سفر تاریخي وباله او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي وویل: “دغه سفر موږ ته تاریخي اهمیت لري، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې چې له دې لارې د د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.”

د یادلو ده چې اوس‌مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او هڅه کېږي چې په نږدې راتلونکې کې دا رقم یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *