دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / حكومت له غونډو او اعتراضونو ولې وېره لري؟

حكومت له غونډو او اعتراضونو ولې وېره لري؟

پرون ولسي جرګې د حكومت لخوا ور معرفي شويو وزيرانو ته له يوه تن پرته د تائيد رايه وركړه. دې د تائيد رايې د كندهار د غونډې طلسم مات كړ. چارواكي چې له دغسې غونډو وېره لري، د لويې جرګې له نامه نه وېره لري، له نيوكې او انتقاده وېرېږي اصلي لامل يې دا دى چې په ريښتيا هم په حكومت كې څه پاتې نه دي. له هر اعتراضه دومره وېره چې ځوابي غبرګون او تشريفاتي غونډو جوړولو ته مخه كوي دا ښكاري چې حكومت له خپل ولس نه سخت په وېره كې دى.

دلته بله ستونزه چې هغه ډېره بنسټيزه ده د ستونزو د حل شيمه او يا اراده نه درلودل دي.

د كندهار په غونډه كې بې له شكه چې داسې كسان نه وو چې د هېواد د برخليك د بدلون تمه ترې وشي. خو حقيقت دا دى چې د غونډې ويناوالو كومو ستونزو ته ګوته ونيوه، كومې نيوكې يې وكړې او د حكومت كومو ناوړو اقداماتو ته يې اشارې وكړې هغه ټولې ريښتيا دي، د داعش د ملاتړو او د طالب د ځپلو شواهد د ګوتو په شمار خلكو خبره نه ده، د ختيځو ولاياتو ولسونه پرې شاهدان دي، اداري او مالي فساد، يو طرفه قراردادونه، تبعيض او د ملي ګټو او نافذه قوانينو خلاف اقدامات نه دروغ تورونه دي او نه بازار تېزي ده، دا ټول ولس د سر په سترګو ګوري. د كندهار په غونډه كې د امريكا او ناټو هوايي بمباريو او د ملكي مرګ ژوبلې د كچې د لوړېدو په اړه هېچا هم څه ونه ويل، خو دا اوس په يوه ملي ستونزه بدله شوې.

د وزګارتيا كچه لوړه شوې، له هېواده د ځوانانو تېښتې كچه په ډېرو دلايلو د تېرو دوو كلونو په پرتله يو څه را ټيټه شوې، خو درېدلې نه ده. لامل يې دا دى چې هېواد مو د پردۍ جګړې پر ډګر بدل شوى. دا ټولې ستونزې ريښتيا دي. هسې تبليغات نه دي. حكومت چې د غونډو په غبرګون كې غونډې جوړوي دا يې هېڅكله د ستونزې حل نه دى.

دولتي امكانات د ولس مال دى، حكومت يې بايد پر تبليغاتي كمپاينونو ونه لګوي. تر څو دغه پاس يادې ستونزې وي، حكومت به د ولس، سياسي ډلو، ملي شورا او مدني فعالانو تر نيوكو او اعتراضونو لاندې وي. په دې كې شك نشته چې د مسووليت احساس نه وي، د ولس د رنځ او درد د درمل پر ځاى د بهرنيانو د سپېرو جګړو دوام لومړيتوب وي، قانون او اصول د واك او ځواك تر سيوري لاندې تعريف شي؛ بيا خو تر څو چې بګرام وي، د امريكا سفارت وي، د ارګ او سپېدار ياران به په مستيو كې ډوب وي. دوى بيا د تبليغاتي غونډو جوړولو ته څه اړتيا لري؟

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *