دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د ډيورنډ كرښې د څرنګوالي په باب څو خبرې

د ډيورنډ كرښې د څرنګوالي په باب څو خبرې

عزيز چوپان

د ډيورنډ كرښې داستان نوى نه دى، د ادعا له مخې چې په ۱۸۹۳ كې د نومبر پر دولسمه د برتانوي استازي مارتيمور ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان تر منځ پر دغه چې نن يې موږ د ډيورنډ د فرضي كرښې په نامه پېژنو موافقه شوې. ارواښاد پوهاند محمد حسن كاكړ چې په انګلستان كې يې د تاريخ په برخه كې د دوكتورا تر كچې زده كړې كړې وې او بيا يې په دې اړه ځانګړى تحقيق يا ريسرچ كړى و، په دې باور و چې د ډيورنډ كرښې په باب كوم لاسليك شوى سند يعنى دا چې امير عبدالرحمن خان لاسليك كړې وي نشته. استاد حبيب الله رفيع بيا په دې اړه يو ښه تعبير لري چې وايي: د ډيونډ معاهد مسوده وه؛ خو مصوبه نه وه. البته عبدالرحمن خان په شفاهي توګه له انګريزانو سره د خپل نفوذ ساحې وېشلې وې؛ نو ځكه خو هېڅ داسې سند نشته چې ثابته كړي چې د ډيورنډ كرښه د افغانستان او برتانوي هند تر منځ يو منل شوى بين المللي سرحد دى. له بلې خوا هغه څه چې په مسوده كې راغلي وو چې دا كرښه به له كومه ځايه پيلېږي او بيا به له كومو كومو ځايونو تېرېږي او په كوم ځاي به منتهي كېږي، هم عملاً تطبيق نه شو. البته انګريزانو يو ځل په يو اړخيزه توګه دې كار ته ملا وتړله او اقدام يې هم وكړ چې بيا د علامه استاد حبيبي مرحوم په وينا عبدالرحمن خان، خپل استازى سردار نور محمد خان ور واستاوه؛ خو هغه هم دا كار نيمګړى پرېښود او بېرته راستون شو. ډېر احتمال لري چې هغه عبدالرحمن خان بېرته را غوښتى وي؛ ځكه هغه د خپل حضور پر مهال د انګريزانو په ګټه كار وكړ. له هغې نه وروسته بيا ان تر ۱۹۴۷ پورې چې انګريزان له هنده ووتل او هند د مذهب په نامه سره وويشل شو، انګريزانو په دې اړه كوم عملي اقدام ونه كړ؛ نو ځكه خو هېڅ داسې سند نشته چې ثابته كړي ډيورنډ كرښه يو بين المللي سدحد دى چې دواړو لوريو په رسميت پېژندلى وي.

دلته اوس اصلي ستونزه څه ده؟

په دې برخه كې اصلي ستونزه دا ده چې تر انګريزانو وروسته د افغانستان او پاكستان حكومتونو يوه هم د دې معضلې د حل په برخه كې كوټلي ګامونه وا نه خستل. افغان حكومت سردار ډاكټر نجيب ا… توروايانا كراچۍ ته واستاوه چې د پاكستان ولسمشر محمد علي جناح سره وګوري او په دې برخه كې ترېنه د يوه مثبت قدم اخيستلو غوښتنه وكړي؛ خو لكه څرنګه چې مير غلام محمد غبار ليكي، پاكستاني مشرانو هغه مصروف وساته او بلاخره يې تش لاس هېواد ته راستون كړ. په ۱۹۴۹ كال چې سپهسالار شاه محمود خان د افغانستان صدراعظم و، پاكستانۍ الوتكې راغلې او د خوست اړوند «مغلګۍ» يې بمبارد کړه چې د ارواښاد عطايي په وينا ۲۲ كسه افغانان شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول چې بيا خواوشا مياشت وروسته د افغانستان ملي شورا د ډيورنډ كرښه الغا اعلان كړه. په حقيقت كې تر اوسه همدا د افغانستان د حكومت رسمي دريځ دى؛ ځكه تر دې وروسته پرېكړه نه ده شوې؛ نو تر هغې چې كومه پرېكړه نه وي شوې، همغه د ملي شورا د ۱۹۴۹ كال پرېكړه نافذه او د اعتبار وړ ده. البته د ۲۰۰۲ كال د اساسي قانون له مخې د افغانستان د ملي مسايلو په اړه چې د ځمكنۍ بشپړتيا خبره هم په كې شامله ده لويه جرګه پرېكړه كوي، اوس يواځې حكومت يا يواځې ملي شورا هم پرېكړه نه شي كولاى.

ضايع كړي فرصتونه:

د افغانستان سلطنتي حكومت په دې اړه ډېر فرصتونه له لاسه وركړل چې نه يې هغه وخت له سياسي پلوه له پاكستان سره دا مسأله په جدّي توګه تعقيب كړه او نه يې له نظامي پلوه، ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ كلونه د يوه موثر ګام اخيستلو ډېر ښه فرصتونه وو. د ارواښاد عبدالغفور وياند چې په ۱۹۷۱ كې د كونړ والي و، د خولې خبره ده چې ما ته د ډيورنډ كرښې نه پورې د باجوړ او خواوشا مشران راغلل چې دا يې بهترين وخت دى، موږ له تاسو نه، نه وسلې غواړو، نه پيسې او لوژستيكي مرستې، فقط همدومره ډاډ غواړو چې تاسو مو تر شا ولاړ ياست، نور موږ خپل حق پخپله اخلو؛ خو وياند وايي چې ما خو ډاډ نه شو وركولاى خو چې كابل ته صدراعظم شفيق صيب ته ورغلم او هغه دا خبره له پاچا سره شريكه كړه؛ نو نتيجه يې زما تش لاس راستنيدل و. د مرحوم وياند دا خبره هم د پام وړ ده چې ويې ويل كله چې ډاكټر عبدالظاهر په پاكستان كې سفير شو؛ نو داوود خان ته ورغى او ورته يې وويل چې سردار صيب دا د ډيورنډ او پښتونستان پر مسأله مې وا… كه سر خلاص وي، په دې مې لږ پوه كړه چې زه بيا د خپل هېواد سياست او دريځ په پام كې لرم. وايي چې داوود خان ورته وويل، ډيورنډ چى و كارش چى برو كار ته كو. وياند مرحوم وايي چې كله زه كونړ ته د والي په توګه تلم همدغسې پوښتنه ما له شفيق صيب نه وكړه او هغه هم موسكى شو او هغسې ځواب يې راكړ لكه داوود خان چې ډاكټر ظاهر ته وركړى و.

په همدې ناسته كې چې د پيښور په حيات اباد كې وشوه او په حقيقت كې كومه سياسي ناسته نه؛ بلکې یوه ميلمستيا وه، د پاکستان د عوامي نشنل ګوند يوه ياد مشر افراسياب خټک وويل چې کله زه د لومړي ځل له‌پاره داوود خان خپل حضور ته وغوښتلم؛ نو را ته يې وويل چې په دې پښتونستان څه كوئ، لومړى خو به ازاد نه شي او كه شي لكه موږ غوندې به له څلورو خواو په وچه كې محاط ياست. وايي چې ما خو هغه ته نه شو ويلى خو په زړه كې مې وويل چې د دې مسألې را پورته كوونكي خو تاسې ياست. البته هغه مهال ډېر پښتانه او بلوچ مشران كابل ته راغلل خو تر يوه اوږده توقف وروسته بېرته تش لاس ولاړل او هغه د جمعه خان صوفي په وينا چې كابل ته زموږ راتګ هسې درمسال له خټې كول و. زه غواړم يو ځل بيا پر دې خبره تركيز وكړم چې راځه د پاكستان د حكومت خو به په دې اړه كوم كوټلى ګام نه اخيست؛ خو دا زموږ خپل حكومت خو په دې برخه كې يو ملي مسؤوليت درلود. محمد علم بڅركى په خپل كتاب ويښ زلميان كې په ډېر صراحت سره وايي چې سلطنتي كورنۍ دې مسألې ته صادقه نه وه او دا يواځې ويښ زلميان وو چې د دې داعيې كلك ملاتړي وو چې هغه هم داوود خان وځپل.

بې له شكه زموږ حكومتونو په دې اړه اغماض او اهمال كړى دى، هر څوك راغلى، لوټه يې په اوبو كې اېښې ده او پرې تېر شوى. زه له دې خبرې سره موافق يم چې دا موضوع كومه سياسي مسأله نه ده؛ بلكې دا موضوع لاينحله كړې همدې خبرې ده چې د سياست له عينكو ورته كتل شوي دي، حال دا چې دا يو تاريخي-حقوقي بحث دى. دا مسأله تر هغې نشي حل كېداى چې د سياست له ديد نه لرې د يوې تاريخي-حقوقي مسألې په توګه نه وي ارزول شوي.

د ملي وحدت پر حكومت پخوا هم دا تور و او په ۱۳۹۶\۹\۱۱ نېټه د كندهار په غونډه كې د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت ا… نبيل يو ځل بيا حكومت تورن كړ چې پر ډيورنډ كرښه يې معامله كړې؛ خو حكومت هېڅكله په دې اړه يو واضح دريځ ونه نيو. تاسې وګورئ انګريزانو په هغومره قوت سره چې ټول متحده هندوستان يې خواوشا دوه پېړۍ په ولكه كې و، ونه شو كړاى چې لږ تر لږه د ډيورنډ كرښه مشخصه كړي؛ خو پاكستان هغه دى لګيا دى په يو اړخيزه توګه هم دا نامنلې كرښه په خپله خوښه مشخصوي او هم يې په امتداد كې اغزن سيم لګوي او د كنټرول برجونه جوړوي؛ خو زموږ حكومت چوپ دى، د دې چوپتيا معنا څه ده؟

تاسې وګورئ جنرال مشرف د خپلې واكمنۍ پر مهال ډېرې پټكې وكړې چې پر ډيورنډ كرښه اغزن سيم لګوم، بيا یې د خندقونو موضوع را پورته كړه؛ خو ولسمشر كرزي په دې اړه واضح دريځ ونيو چې مشرف يې غلي كېدو ته اړ كړ؛ خو اوس همغه كار لګيا دى او زموږ حكومت ورته مړې مړې ګوري. د ملي وحدت په نامه حكومت د هغو لوز نامو په باب هم سپيناوى ونه شو كړاى چې له پاكستان سره يې د خپلو ملي ګټو پر خلاف كړي دي، مشهوره خبره ده چې سكوت د رضا په معنا ده.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *