دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د چارچينو په كېشي نومې سيمه كې؛ د ملا امين الله په مشرۍ درې سوه كورنۍ بهرنيان مېشت شوي دي

د چارچينو په كېشي نومې سيمه كې؛ د ملا امين الله په مشرۍ درې سوه كورنۍ بهرنيان مېشت شوي دي

 

دغه كسان په پښتو او فارسي نه پوهېږي، تراوسه هېڅ پوځي تحركات نه لري، خو د سيمې خلك ترې په وېره كې دي

امين الله د منصور داد الله له ډلې دى، ورسره كسان عصري وسلې او زياتې پيسې لري، پر ځايي خلكو تراوسه غرض نه لري

داسې معلومات پخوا هم وو چې داعش ډله غواړي په جنوب لوېديز كې ارزګان خپل مركز وټاكي

(كابل + ويسا خبر) يوې باوري محلي سرچينې ويسا ته وويل چې د ارزګان د چارچينو ولسوالۍ اړوند د كېشي په سيمه كې د ملا امين الله او يو شمېر نورو قوماندانانو په مشرۍ درې سوه كورنۍ نوې ځاى پر ځاى شوې دي.

ملا امين الله او نور كسان يې د منصور داد الله ډله وه چې نوموړى د ژوند په وروستيو كې له داعش ډلې سره ملګرى شو او په زابل كې بيا له طالبانو سره په جګړه كې ووژل شو.

دغه نوي ځاى پر ځاى شوي كسان په پښتو او فارسي نه پوهېږي، په عصري وسلو او مخابرو سمبال دي او زياتې پيسې لري، د سيمې له خلكو سره ښه چلند كوي او هېڅ ډول پوځي تحركات نه لري، خو د سيمې خلك ترې په وېره كې دي. داسې معلومات پخوا هم وو چې داعش ښايي په جنوب لوېديز كې ارزګان خپل مركز وټاكي.

د يادونې ده چې داعش د ننګرهار د شينوارو په سيمه كې په لومړيو وختونو كې ورته چلند درلود او له خلكو سره يې ډېر نرم سلوك كاوه. وروسته يې د سيمې د مشرانو په وژلو لاس پورې كړ او په ننګرهار كې داعش ډله د يوه لوى ګواښ په توګه مطرح شوه.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *