دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسي جرګې ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې د حکومت له لوري د ۱۲ ورپېژندل شویو نوماندانو له ډلې ۱۱ تنو ته د تاييد رایه ورکړه، خو پر یوازينۍ ښځينه نوماندې نرګس نهان یې باور ونه کړ او رد یې کړه

ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه شپه د ولسي جرګې غړي ارګ ته وربللي وو او داسې ښکاري چې نوماندانو ته د رایې ورکولو په برخه کې جوړجاړی شوی دی (کارپوهان)

کابل – ولسي جرګې د حکومت له لوري د ۱۲ معرفي شویو نوماند وزیرانو له ډلې ۱۱ تنو ته د تائيد رایه ورکړه او د کانونو او پټرولیم وزارت پر یوازينۍ ښځينه نوماندې نرګس نهان یې باور ونه کړ او رد یې کړه.

ولسي جرګې پرون د حکومت له خوا ورپېژندل شویو ۱۲ نوماندو وزیرانو ته د رایې ورکولو صندوقونه کېښودل. د دغې جرګې په پرونۍ غونډه کې ۲۲۳ وکیلان حاضر وو او هر نوماند وزیر د وزارت د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ۱۱۲ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده چې د رايې ورکولو په پای كې ۱۱ نوماند وزیرانو د اړتیا وړ د باور رايې وګټلې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهيمي بریالیو وزیرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوى غوښتنه وکړې چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د بریالي شویو وزیرانو له ډلې د ملي دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي ۱۴۱، د کورنيو چارو وزارت ته نوماند ويس احمد برمک ۱۷۳، د کرنې وزارت ته نوماند نصير احمد دراني ۱۴۴، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته نوماند مجيب الرحمن کريمي ۱۲۹، د ټولګټو چارو وزارت ته نوماند يما ياري ۱۵۶، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند فيض الله ذکي ۱۲۶، د ټرانسپورټ وزارت ته نوماند حميد طهماسي ۱۴۹، د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند نجیب الله خواجه عمري ۱۲۴، د قومونو او قبایلو چارو وزرات ته نوماند محمد شفیق ګل اغا شېرزي ۱۵۸، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند شهزاد ګل اریوبي ۱۱۵ او د اقتصاد وزارت ته نوماند مصطفی مستور ۱۵۵ د باور رايې وګټلې، خو نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، د ۱۰۷ تاييد رايو په خپلولو سره ونه توانېده چې ۵۰ جمع یو رايې پوره كړي او یاد وزارت ته بریالۍ شي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې د پرونۍ رايې اچونې هرکلی کړی او له دې جرګې يې مننه کړې چې ورپېژندل شویو وزیرانو ته يې د باور رایه ورکړه. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي دا د حکومت لپاره یوه ستره بریا وبلله او هرکلی یې وکړ.

خو کارپوهان بیا وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ وړمه شپه د ولسي جرګې غړي ارګ ته وربللي وو او داسې ښکاري چې نوماندانو ته د رایې ورکولو په برخه کې جوړجاړی شوی دی.

د یادولو ده چې د ولسي جرګې له لوري د یو شمېر وزیرانو له سلب اعتماد کېدو نږدې یو کال وروسته بالاخره د ۱۱ وزارتونو لپاره نومول شویو نوماندانو له يادې جرګې څخه د تایید رایه ترلاسه کړه.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *