دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / عدالت ګوند: د حکومت مسوولین په خپلو کارونو کې پاتې راغلي

عدالت ګوند: د حکومت مسوولین په خپلو کارونو کې پاتې راغلي

 

حکومت دې د سیاسي ناندریو پر ځای د ولس اساسي غوښتنو ته پام وکړي او په ټاكنيزو کمېسیونونو کې دې لاسوهنه نه کوي

کابل – د حکومت د سیاسي مخالفتونو په دوام عدالت ګوند هم د ملي یووالي حکومت مسوولین په خپلو کړنو کې په پاتې راتلو تورن کړل.

د عدالت ګوند د رهبرۍ شورا غړی اعتبار خان ځدراڼ او د دې ګوند غړې یاقوت خانزاده په هېواد کې وروستي بحراني وضعیت او سیاسي جنجالونو ته په کتو له حکومته وغوښتل چې د سیاسي ناندریو او کشمکشونو پر ځای دې د ولس اساسي غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

بلخوا د عدالت ګوند ویانده ماریا توتاخېل وايي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د بحران په لور راون دی، خو حکومت یې په وړاندې بې تفاوته پاتې دی. نوموړې همداراز حکومت په ټاكنيزو کمېسیونونو کې په مداخلې تورن کړ.

د یادولو ده چې د ټاكنو خپلواک کمېسیون د نویو کمېشنرانو د کار له پیل څخه څه باندې یو کال تېرېږي، خو په یاد کمېسیون کې شته جنجالونه اوس هم پر خپل ځای دي او سیاسي جریانونه حکومت تورنوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې په مسقیم ډول لاسوهنه کوي.

د عدالت ګوند غړي فضل الهي ابراهیمي او حمدالله همدرد له حکومته غواړي چې په ټاكنيزو کمېسیونونو کې دې له هر ډول مداخلې ډډه وکړي.

عدالت ګوند همداراز له سیاسي جریانونو هم غواړي چې د مخالفتونو پر ځای دې له حکومت سره په ګډه یوه منظه او ګټوره تګلاره جوړه کړي، ترڅو هېواد له شته بحراني وضعیت څخه خلاصون ومومي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *