دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د کورنیو چارو وزارت: د دوو جنرالانو په ګډون د ۱۲۳ تنو د فساد دوسیې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي

د کورنیو چارو وزارت: د دوو جنرالانو په ګډون د ۱۲۳ تنو د فساد دوسیې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي

 

په تېرو اتو میاشتو کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۹۹ قضیې ثبت شوې دي

کابل – د کورنیو چارو وزارت مسوولينو له اداري فساد او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپل اته میاشتنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

دغه وزارت وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې يې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۹۹ قضیې ثبت کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وويل، د دې قضیو پر اساس ۱۲۳ کسان د اداري فساد په تور نیول شوي چې پکې دوه جنرالان، ۳۶ امنیتي منسوبین او پاتې نور ټيټ رتبه او لوړ رتبه چارواکي دي او دوسیې يې لویې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

دانش زیاته كړه، د کورنیو چارو وزارت له توریزم سره د مبارزې ریاست په کندز کې هغه اووه کسیزه ډله نیولې چې په خان اباد او چهاردره کې یې د سرې ډلې په نوم فعالیتونه ترسره کول.

د نوموړي په خبره، په تېرو اتو میاشتو کې یې څه باندې اته زره ګډ عملیات او ۶۴ ځانګړي عملیات کړي چې له امله یې څه باندې زر وسله وال وژل شوي او نږدې ۵ سوه نور ټپیان دي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *