دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسمشر غني ازبکستان ته لاړ

ولسمشر غني ازبکستان ته لاړ

غني به په دې سفر کې د ازبکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د همکاريو ۲۱ موافقتنامې لاسليک کړي (ارګ)

کابل – ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ.

ولسمشر غني به د ازبکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د همکاريو ۲۱ موافقتنامې لاسليک کړي.

ټاکل شوې نوموړى په دې سفر کې د کوربه هېواد له ولسمشر شوکت ميرضيايف او لومړي وزير عبدالله عارف اوف سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا او همکاريو بحث او خبرې وکړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر په لړ کې به په بېلابېلو برخو کې څو موافقتنامې او د همکارۍ اسناد په ځانګړي ډول په امنيتي، ځمکني او هوايي ټرانزيټ، اقتصاد او سوداګرۍ، لوړو زده کړو، انرژۍ او کرنې سکټورونو او د حقوقي مرستو معاهده د دواړو هېوادونو مقامات لاسليک کړي.

د یادولو ده چې له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا کوي

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *