دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

صنعا – په یمن کې د حکومت ضد حوثي یاغیان وايي چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح ‌یې وژلی دی.

علي عبدالله صالح د څه باندې درېیو لسیزو لپاره د یمن ولسمشر و، خو په ۲۰۱۱ کال کې دندې پرېښودو ته اړ او له ولسمشرۍ ګوښه شو. نوموړي د یمن په روانه کورنۍ جګړه کې مهم رول درلود.

د حوثي یاغیانو اړوند المسیره ټلویزیون د صالح د وژل کېدو خبر خپور کړ او ويې ویل چې د یمن د خاینانو مشر وژل شوی دی. د یمن حکومت هم د صالح د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

علي عبدالله صالح تر تېرې اونۍ پورې د حوثي ياغيانو متحد و او د يمن د اوسمهالي ولسمشر په ضد یې جګړه کوله، خو وروسته د ښاغلي صالح وسله وال ځواکونه په پلازمېنه صنعا کې له حوثيانو سره په نښتو کې ښکېل شول او نوموړي د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره د خبرو وړانديز وکړ.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *