دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / كمپايني شعارونه؟

كمپايني شعارونه؟

د كورنيو چارو سرپرست وزير ادعا كوي چې له ملي امنيت سره په ګډه يې د غير مسؤولو وسله والو نه د وسلو راټولولو پلان تر لاس لاندې دى او په دوو مياشتو كې به دننه دغه وسلې راټولې كړي.

واقعيت دا دى چې په ښارونو په تېره د كابل په ښار كې همدغه غير مسؤول وسله وال دي چې هم په ځينو خاصو ورځو كې د حكومت حاكميت تر پوښتنې راولي او هم يې د جرمونو كچه لوړه كړې ده.

همدغه غير مسؤول وسله وال دي چې په انسان تښتولو او وسله والو غلو كې لاس لري او په ځينو ورځو كې برالا ښارونو ته راوزي او په كاروانونو كې د عامه خلكو ژوند اخلال كړي.

په كومو خاصو ورځو كې چې دغه وسله وال راوزي اوس يې د خلكو په اذهانو كې هغه ورځې هم ښې په خوند بدنامې كړې هم دي.

له بده مرغه د وسلې ښكارول اوس په يو ډول د زور او كاكه ګۍ په دود بدل شوى او مرمۍ ضد موټرو د كاروانونو په څېر د وسله وال كاروان بدرګه د يو شمېر وكيلانو او نورو چارواكيو دود ګرځېدلى دى. غير مسوؤل وسله وال له همدغه كړيو سره اړيكې لري، باور مو دى چې د كورنيو چارو سرپرست وزير دغه لاپه يوازې د كمپاين لپاره ده چې له ولسي جرګې د تائيد رايه واخلي. رايه به واخلي كه نه خو دغه كار د دې نا توانه حكومت له وسه بهر دى.

تر دې وړاندې حكومت په څو لاپو كې ډېر سخت پاتې راغلى دى. لومړى د موټرو د تورو هېندارو په پاكولو كې، دوهم د كانكريټي ديوالونو په لرې كولو كې.

له بده مرغه كله چې له يوه او بل لوري په حكومت نيوكې ډېرې شي، د بې كفايتۍ ډنډورې يې زور واخلي، دوى بيا دغسې لاپو او رجزونو ته مخه كوي.

ولسمشر غني چې په آذربايجان كې د آسيا زړه پروسې په غونډه كې د داعش د كمزورۍ او له منځه تلو كومې دروغ لاپې وكړې، وزيران يې همدغسې په كابل كې ژمنې كوي چې نه يې د بشپړولو او تر سره كولو توان لري او نه اراده.

د تورو هيندارو موټر، كانكريټي ديوالونه او موانع او غير مسؤول وسله وال، اصلاٌ ټول د يوه پاړكي ستونزه ده، هغوى چې په واك كې وو، په واك كې دي، قانون ته درناوى نه لري، درناوى څه د قانون تر پښو لاندې كول او د عام ولس ځورول ورته لوبه ښكاري. د چارواكيو لخوا د دوى را قابو كول او وسلې ترې راټولول هسې د ولس په سترګو كې خاوري ور اچول دي. كه نه وي دا ګز او دا ميدان. دوه مياشتې وروسته به يې حساب كوو چې څه وشول؟!

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *