دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / دوه متضادې ادعاوې؛ حقيقت څه دى؟

دوه متضادې ادعاوې؛ حقيقت څه دى؟

عزيز چوپان

تېرې ورځې ولسمشر (۹/۱۳۹۶) ښاغلي اشرف غني د آسيا زړه په غونډه كې ګډون وكړ او اجرائيه رئيس په شانګهاى غونډه كې ګډون وكړ. زه د دې دواړو ښاغليو په يوه خبره تبصره لرم چې ما ته متضادې ښكاره شوې.

ولسمشر غونډې ته د داعش د كمزوري كېدو زيرى وركړ او دا يې هم وويل چې له بهره پرې مرستې بندې شوي او دا يې هم وويل چې د هغوى زيات شمېر وژل شوي او كوم شمېر چې پاتې دي، هغه به په غرونو كې له لوږې مړه شي او ضمناً يې د خپلو امنيتي ځواكونو ستاينه وكړه چې د داعش په ځپلو كې يې موثر ګامونه اخيستي. هغه دا هم وويل چې موږ د خپلو كومانډو ځواكونو شمېر زيات كړى او دوه چنده ته مو لوړ كړى او د هوايي ځواكونو شمېر مو درې چنده زيات كړى. دا يو ښه زيرى دى او د هر افغان د خوښۍ باعث كېږي چې د هېواد مخالفين كمېږي او زموږ دفاعي ځواكونه د ورځې په تېرېدو سره پر خپلو پښو ودرېږي.

له بلې خوا اجرائيه رئيس وويل چې داعش او طالب په خپلو كې سره همغږي كېږي او دا بهير پيل شوى دى. هغه له دې ناحيې نه اندېښنه وښوده. زما په دې ليكنه كې نه له طالب سره كار شته او نه له داعش سره؛ ځكه اوس دا دواړه ډلې په ولس كې متعارفې ډلې دي، ولس يې پېژني او په باب يې قضاوت هم كولاى شي. زه غواړم په دې اړه د حكومتي مشرانو پر څرګندونو او دريځونو وغږېږم.

داعش خو لومړى په عراق او بيا ورسره جوخت په سوريه كې سر را پورته كړ؛ ځكه د داعش مشر ابوبكر البغدادي پخپله د عراق تبعه دى، هغه خصوصاً د زرقاوي تر وژل كېدو وروسته له القاعده نه را جلا شو او د يوه دغسې حركت تاداو يې كېښود. هغه په پيل كې يواځې په عراق او شام كې د يوه اسلامي دولت د جوړولو مدعي و؛ خو ورسته يې دا نوم چې داعش يې مخفف دى په اسلامي خلافت واړاوه؛ خو د خلكو په خولو كې همغه د داعش نوم پاتې شو. اسلامي خلافت تر داعشه لويه ادعا وه او غوښتل يې چې د نړۍ مسلمانان ورسره بيعت وكړي؛ خو سره له دې چې د هغه د واكمنۍ قلمرو په بغداد او سوريه كې محدود و؛ ځكه د دې هېوادونو څو ښارونه يې نيولي وو، نه ټول عراق او ټوله سوريه، زموږ د هېواد په ختيځو برخو يعنې قبايلي سيمو كې د داعش په نامه يو حركت پيل شو چې ان د پاكستاني طالبانو وياند شاهدا… شاهد هم ورسره ملګرى او رهبري يې هم د حافظ ابو سعيد پر غاړه وه چې هغه هم د يوې قبايلي سيمې اوسيدونكى و، چې بيا وروسته دا دواړه د هوايي بمباريو په نتيجه كې د افغانستان په ختيځ د شينوارو په سيمه كې ووژل شول؛ خو د دې دواړو په وژلو داعش كمزورى نه شو او لا يې پسې قوت واخيست. د شينوارو لوى قوم چې بيا پخپل منځ كې پر دوولسو پښو ويشل كېږي او په سر كې يې ورسره مرسته كړې وه او ورسته په خپل دې كار پښيمانه وو، د داعش په مخنيوي كې پاتې راغلل، د شينوارو مشرانو پر ولايتي اداره او بيا پر مركزي حكومت ژړاګانې وكړې؛ خو چا د شينوارو د مظلوم ولس اوښكې پاكې نه كړې، كه كومه وعده نيمه وركړې شوه هم، هغه د هغوى په جيبونو كې د پوچو چارمغزو د اچولو په معنا و. د شينوارو ډېر كورونه څوك جلال اباد او حتى ښايي ځينې به يې كابل ته هم را كډه شوې وي.

حكومت په وار وار د داعش پر وړاندې د عملياتو لاپې وكړې او امريكا خو د ادعا له مخې پرې «د بمونو مور» بم هم وكاراوه چې دې كار د افغان ولس توند غبرګون راوپاراوه؛ ځكه په دې ادعا كې د حقيقت هيڅ څرك نه معلومېده چې ګنې دا بم د داعش خلاف كارول شوى. اوس هم د شينوارو د اچين ياده سيمه د داعش په كنټرول كې ده. د بمونو مور بم شمالي كوريا، چين او روسيې ته د زور ورښودلو په معنا تعبير شو چې په ځواب كې يې روسيې وويل چې كه امريكا د بمونو مور لري؛ نو له موږ سره د بمونو پلار شته چې پر خپل وخت به يې وكاروو.

كله چې داعش په اچين كې خپلې پښې ټينګې كړې؛ نو خوږياڼو ته يې مخه كړه چې همدا اوس هم طالب او داعش د وزيرو په تنګي كې سره ښكر په ښكر دي. له بلې خوا تر دې ليكنې درې څلور ورځې د مخه په افغانستان كې د ناټو عمومي قوماندان جنرال نكولسن په خپل يوه خبري كنفرانس كې وويل چې داعش د ننګرهار د نيولو هڅه كوي او كله يې چې ننګرهار ونيو جلال ښار به د داعش پلازمينه وي، اوس نو موږ نه پوهېږو چې د ښاغلي ولسمشر خبره رښتيا ده كه د جنرال نكولسن؟ ولسمشر غني يې د اضمحلال خبره كوي او جنرال نكولسن د داعش له خوا د ننګرهار د نيولو زيرى وركوي.

د دې تر څنګ د اجرائيه رئيس خبرې هم تر ډېره بريده د پام وړ دي او هغه دا چې د داعش او طالب تر منځ د همكارۍ پېلېدل. كه څه هم تر اوسه پورې دا خبره ډېره محسوسه نه ده او دا دواړه ډلې يوه له بلې سره په تقابل كې واقع دي لکه چې همدا اوس د خوږياڼو د وزيرو په تنګي كې په پيره خيلو او شاوخوا كليو او بانډو كې يې سره جګړه روانه ده. همدارنګه داعش د لغمان په نورلام دره كې ښه په قوت سره پراته دي. كه چېرې داعش د ننګرهار په نيولو بريالى شي بيا خو د لغمان نيول ورته د يوې ورځې خبره ده.

زما اصلي پوښتنه دا ده چې حكومت ولې ولس ته رښتيا نه وايي او هڅه كوي چې ولس ته د حالاتو ناسم تصوير وړاندې كړي، حال دا چې ولس دا ټول حقايق د سر په سترګو ويني او د حكومت د ناسمو خبرو اورېدو ته نه دى حاضر.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *