دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / افغانستان د «بحران» او «خیر خيريت» تر منځ

افغانستان د «بحران» او «خیر خيريت» تر منځ

له ډېره وخته د افغانستان د حالاتو په اړه د حکومت او د حکومت د سياسي مخالفينو تر منځ اختلافات يا د نظر تفاوتونه روان دي. د حكومت سياسي مخالفين وايي چې د هېواد امنيتي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دى، اقتصادي وضع ورځ تر بلې خرابېږي، په ځانګړې توګه ځوانان د بېكارۍ له ستونزې سره لاس او ګريوان دي، له هېواده د افرادو او كورنيو وتل ورځ تر بلې زور اخلي، فشار اوج ته رسېدلى او دې ته ورته نيمګړتياوې؛ نو په كار دا دي چې حكومت يوه عنعنوي لويه جرګه را وبولي چې پر موجودو ستونزو بحث وشي او ستونزو ته د حل لارې په ګوته كړاى شي.

په همدې اړه پتيل شوې وه چې تېره پنجشنبه په كندهار كې د سياسي مخالفينو يا اپوزيسيون يوه غونډه جوړه شي چې د ملي شورا يو شمېر غړي، د سياسي احزابو مشران يا نماينده ګان او نور مطرح شخصيتونه به په كې برخه واخلي؛ خو د یو شمير دلايلو له مخې دا غونډه پرون د شنبې ورځ (۹۶\۹\۱۱) ته وځنډول شوه. غونډې ته د غونډې يو شمېر ګډونوالو ويناوې وکړې او په پای کې يې يو پريکړه ليک صادر کړ، چې په هغې کې يې په ګڼو برخو كې د اصلاحاتو غوښتنه كړې. له بلې خوا پخواني ولسمشر حامد كرزي، جهادي مشر استاد سياف او نورو مطرحو مشرانو او لوريو د لويې جرګې د تدوير غوښتنه كړې او د هېواد اوسنى حالت يې بحرانى ګڼلي دى؛ خو د حكومت له نظره په هېواد كې خير خيريت دى، فشار كابو كولو ته نژدې شوى، امنيت ټينګ شوى، د خلكو اقتصادي ستونزې د حل كېدو پر لور روانې دي، چې په دې توګه د سياسي اپوزيسيون او حكومت د مواقفو تر منځ يو كُلى توپير موجود دى؛ خو حقيقت دا دی چې ولس د ستونزو او محرميتونو، نا قانونيو او اداري فساد په سره بټۍ کې سوځي. که چېرې يوه بېطرفه تحقيقي اداره د حكومت د محبوبيت د ګراف په اړه تحقيق وكړي، باور لرو دا ګراف به تر هغې هم را پرېوتى وي چې يو ځل د مخه د ملي وحدت د حكومت ګراف دومره ټيټ ښوول شوى و چې خوا و شا اتيا سلنه افغانان له حكومته نا راضه وو.

اصلاً د حكومت له خوا پر دې خبره ټينګار چې هر څه سم دي او خير خيريت دى ښايي هېڅكله هم د حل لار نه وي، همدارنګه كه چېرې امريكا حكومت پر شا ټپولى وي چې د ولس د نيوكو او نه رضايت غم مه كوه؛ نو حكومت او حكومتي مشران بايد پر دې پوه شي چې له چا سره ولس نه وي ولاړ پر پرديو ډاډګيرنو د حكومت او نظام اساس نه شي ټينګېدلاى چې د رسنيو په وينا يې په باكو كې د قلب آسيا هېوادونو غونډه نا تمامه پرېښوده او هېواد ته را ستون شو؛ خو د كندهار غونډه جوړه شوه كه څه هم د ځينو كسانو د ګډون مخه که په هر دليل و ډب كړاى شوه، دې غونډې له حكومته اصلاحات وغوښتل چې حكومت بايد هركلى ورته ووايي. له سياسي اپوزيسيون سره د حكومت تقابل هېڅكله هم د حل لاره نه ده؛ بلكې د حل لاره دا ده چې حقايق ومني او حل لارې ورته پيدا كړي.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *