دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / دلته د چا واك چلېږي؟

دلته د چا واك چلېږي؟

عزيز چوپان

دا مهال موږ حكومت لرو، ملي شورا لرو، قضائيه قوه لرو، سياسي احزاب دا كه هر ډول وي؛ خو لرو، مدني ټولنه كه هر ډول يې تعريف كړو لرو. مونږ ولسمشر لرو، او اوس د ملي وحدت د حكومت له بركته اجرائيه رئيس هم لرو، وزيران لرو، واليان لرو، ولسوالان لرو، امنيه قوماندانان لرو. د جنرالانو د شمېر ګراف خو دومره پورته تللى كه ولسمشر غني ترېنه هر څومره د تقاعد په پلمه راكموي، بيا هم نه را كمېږي؛ خو باور وكړئ چې كه به يو هم د خپل واك حدود او ثغور پېژني، تاسې پوهېږئ چې د دې خبرې اصلي لامل څه دى؟ لامل يې دا دى چې واك مو پردى دى. دا چې كه موږ لمر په دوو ګوتو پټوو،هغه خو جلا خبره ده؛ خو حقيقت بيا همغه دى چې پورته مې ورته اشاره وكړه.

تاسې وګورئ خداى تعالى (ج) پيغمبر عليه السلام ته فرمايي چې دې خلكو ته ووايه چې زه په غيبو نه پوهېږم. پيغمبر عليه السلام چې كومې وړاندوينې كړي دي، هغه څه دي چې خداى تعالى ورته يا د وحى جلي يا وحى خفي په واسطه خبر وركړى؛ خو دا اوس چې امريكايي جنرال نكولسن د داعش پر وړاندې كومه وړاندوينه كوي، له ده سره علم غيب نشته؛ بلكې دى چې څه وايي دا د هغې نقشې او پلان له مخې چې امريكاله وخته جوړه كړې او يوه كاپي يې د جنرال نكولسن په اختيار كې هم ده. دى وايي:

افغانستان به د داعش په پلازمينه بدل شي، كله چې داعش د ننګرهار په نيولو بريالى شي، جلال اباد ښار به د پلازمينې په توګه په پام كې ونيول شي. نكولسن پر احتمالاتو نه غږېږي، بلكې داسې غږېږي لكه نقشه يې چې په لاس کې وي او يا كوم متن له مخې لولي. تېره سه شنبه (۷/۹/۹۶) چې هغه كوم مطبوعاتي كنفرانس كنفرانس وركاوه د امنيت عمومي رئيس يې يوې خوا ته او د كورنيو چارو وزير يې بلې خوا ته ناست و؛ خو دواړه داسې وو لکه دوی چې ميلمانه او هغه کوربه وي.

داعش اوس په نړۍ كې كومه نوې پديده نه ده، دا چې دا پروژه چا جوړه كړه او د كوم هدف له‌پاره يې جوړه كړه تر دې دمه پرې ډېرې خبرې وشوې، بحثونه پرې وشول، كتابونه پرې وليكل شول، د نړۍ لويو هېوادونو مشرانو له هغې جملې نه د روسيې او تركيې مشرانو يې په باب څرګندونې وكړې.

كه څه هم چې افغان جهاد هېڅكله هم له طالب او داعش جريانونو سره نه شي پرتله كېداى؛ ځكه چې كله په افغانستان كې كمونيستي كودتا وشوه او كمونستان واك ته ورسېدل او بيا ورپسې روسي قواوې هم افغانستان ته راغلې؛ نو ګرد افغان ولس يې پر وړاندې قيام وكړ، پرته له دې چې جهادي مشران وپېژني او هغه وخت دا تنظيمونه او مشران لا په ولس كې پوره نه ومتعارف شوي؛ نو كله چې جهاد زور واخيست دا پخپله امريكا وه چې راغله او مجاهدينو ته يې د پاكستان له لارې د خپلو مرستو وړانديز وكړ؛ ځكه روسان د امريكا تر ټولو لوى نړيوال رقيبان وو او مجاهدينو قطبي ييږله پوزې را نيولى و؛ خو بيا هم كله چې جهاد بريالى او روسان او د نجيب حکومت ناکام شول او مجاهدين كابل ته راننوتل او دغسې نورو لويو ښارونو ته، بيا نو امريكا او سيمه ييزو انډيوالانو يې پر وړاندې توطيې پيل كړې، هدف دا و چې مجاهدين د نظام پر پښو درولو ته نه پرېښوول؛ نو يې په نا مستقيمه توګه پر تنظيمي جګړو واړول. البته داسې هم نه چې سړى جهادي مشرانو او تنظيمونو ته برائت وركړي. د دوى په كې خپله برخه مسؤوليت و؛ خو دا بايد هېر نه كړو چې تر شا يې سميه ييزه-نړيواله توطيه روانه وه.

طالب د مجاهد په څېر يو کاملاً طبيعي او په اصطلاح خود جوشه حركت نه و؛ بلكې دا حركت، د مجاهد د راڅملولو له‌پاره جوړ كړاى شو؛ خو د طالب دنده فقط همدومره وه؛ خو طالب چې مجاهدين له واكه وغورځول؛ نو په دې فكر كې شول چې نظام جوړ كړي؛ نو ځكه يې د امريكا څپېړه پر مخ وخوړه. طالب غوښتل چې پر هغه سره كرښه ور واوړي چې امريكا يې په مخ كې راكښلې وه. كله چې د طالب او امريكا تر منځ څه نا څه بې باوري راغله سره له دې هم چې په ټوله معنا نه؛ نو بيا يې د داعش پروژه رامنځته كړه. تاسې وګورئ داعش په عراق او سوريه كې سر را پورته كړ؛ خو ورسره جوخت بيا په افغانستالن كې دغه حركت پيل شو، حال دا چې د افغانستان د داعش په ليكو كې يو عرب هم نه و او بيا په افغانستان كې هم په ننګرهار كې چې اوس يې نكولسن په باب هغه وړاندوينه كوي چې امريكا غواړي دا كار وشي. د نكولسن ما ته هغه خاطره را يادوي چې د طالب تشكل په پاكستان كې وشو او بيا غوښتل چې پر تورخم يې را واړوي؛ خو هغه مهال د ننګرهار جهادي شورا يو توره وكړه چې له دې خبرې سره يې كلك مخالفت وښود او په مخكې يې ورته خپل قوتونه واچول، ښايي د همدغه حركت په وجه به و چې كله په ۱۳۷۵ كال كې طالبانو جلال اباد ونيو د ننګرهار د جهادي شور اويا (۷۰) تنه مجاهد قوماندانان د ډكې او تورخم تر منځ شهيدان كړاى شول. اوس همغه د اويا تنو قوماندانانو قاتل كله د ډيورنډ كرښې هغې خوا او كله دېخوا سرې سترګې ګرځي او ډېرې ځمكې يې هم لاندې كړي او د خپلې خوښي په كسانو يې ويشلي دي.

زه اوس پر دې نه پوهېږم چې سړى پر چا غږ وكړي؛ ځكه حكومت، سياسي ګوندونه، مدني ټولنه او نورو ټولو د امريكا لمنه را ټينګه كړې.

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *