دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / امريكا په خپلو ژمنو كې څومره جدي ده؟

امريكا په خپلو ژمنو كې څومره جدي ده؟

په افغانستان كې د ناټو د قواو امريكايي قوماندان جنرال نكولسن وايي چې پاكستان ته تر اوسه پورې زموږ راكښلو كرښو څه خاصه نتېجه نه ده وركړې؛ خو دا ځل د امريكا حكومت غواړي چې پر پاكستان سياسي او اقتصادي فشارونه زيات كړي چې په خپله خاوره كې د ترهګرو پر خلاف جدي ګامونه پورته كړي.

اوس دلته دوه پوښتنې پيدا كېږي چې:

امريكا د پاكستان پر وړاندې كمزورې او بې وسه شوې؟

او كه نه؛

پاكستان د امريكا پر وړاندې ډېر ځواكمن شوى؟

حقيقت دا دى چې دا يو هم نه دي شوي، نه امريكا د پاكستان پر وړاندې كمزورې شوې او نه پاكستان د امريكا پر وړاندې ډېر ځواكمن شوى بلكې د دې سهي ځواب دا دى چې امريكا تر اوسه پورې پاكستان ته په ريښتيا كرښه نه ده راكښلې، موږ د دې ادعا ثبوت لپاره يو ښه مثال د ۲۰۰۱ كال لرو. كله چې په ياد كال د سپتمبر د يوولسمې نېټې پېښې وشوې او امريكا د دې كار تور پر القاعده پورې كړ او دا چې په افغانستان كې د طالبانو حكومت د القاعده د مشر اسامه بن لادن كوربه و؛ نو د اسامه تر څنګ طالبان هم ټارګټ شول؛ ځكه امريكا ويل چې طالبان دې اسامه موږ ته وسپاري؛ خو طالبانو دا كار و نه كړ او د هغې يو علت ښايي دا و چې امريكا ويلي وو چې كه طالبان، اسامه موږ ته وسپاري او كه و نه سپاري موږ پر افغانستان بريد كوو.  اسامه پر ډيورنډ كرښه واوښت او بالاخره د ۲۰۱۱ د مي پر دوهمه شپه په ايبټ اباد كې وموندل شو او د امريكا په ادعا ووژل شو؛ خو امريكا هيڅكله هم پاكستان ته سره كرښه را نه كاږله؛ خو كله چې په ۲۰۰۱ كې امريكا وويل چې يا به د نړۍ هېوادونه د ترهګرۍ پر خلاف له موږ سره ودرېږي او يا به زموږ په مخالف قطب کې درېږي او او د هغه وخت د امريكا د بهرنيو چارو وزير كولن پاول، د پاكستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف ته په ټيليفون وويل پاكستان به دومره بمبارد كړو چې د حجر پېړۍ ته يې ور وګرځوو.

تر دې دمه چې پاكستان د طالبانو په اړه زړه نا زړه و، له واره يې د امريكا ګواښ ته توره او ډال پر ځمكه كېښودل او د تسليمۍ لاسونه يې اوچت كړل.

زموږ له نظره د امريكا او پاكستان تر منځ مناسبات هغه پټ معاملات تنظيموي چې د پردې تر شا روان دي، ولې د اوباما مرستيال جوبايډن ولسمشر كرزي ته نه و ويلي چې پاكستان موږ ته تر تاسې پنځوس ځلي مهم دي؟ او بيا چې امريكا خپل زيات شمېر پوځيان له افغانستانه اېستل خپل ټول وسايل يې پاكستان ته ور نه كړل؟ سره له دې چې افغان حكومت وغوښتل چې دغه وسايل او تجهيزات د افغانستان په نامه راغلي دي، دلته استعمال شوي؛ نو بايد افغانستان ته وركړل شي؛ خو امريكا پرې غوږ و نه ګراوه. زموږ باور دى چې كه امريكا رښتيا هم پاكستان ته سره كرښه راكاږي، مسأله به ډېر ژر کابو شي، که يې د اسامه د پيدا کولو پر مسأله پاکستان ته وچولی ګونځې نه شو بيا خو هيڅکله دا تمه نه شي کېدای. د امريکا بهرنی سياست يو تعريف شوی سياست دی او هيڅکله د حکومتونو په بدلون، نه بدلېږي.

دا وګورئ

په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!

څو ورځې وړاندې د جرمونو د نړيوالې محكمې د يو لړ اسنادو او شواهدو پر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *