دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / هيڅوك هم په زور باطل، حق نه شي ثابتولاى

هيڅوك هم په زور باطل، حق نه شي ثابتولاى

امريكا چې نن په نړۍ بې سياله پاچاهي كوي او په ځانګړې توګه يې چې په اسلامي نړۍ كوم طوفان را الوځولى، دا غرور يې وركړى چې د نړۍ د ولسونو په باب چې كوم څه يې زړه غوښتي وي هغسې څرګندونې وكړي او هغسې پرېكړه وكړي، آن چې د هيوادونو د تجزيې، نابودۍ، بقا او سياسي بدلونونو په اړه تصميم خپل حق ګڼي. كه پرون يې خيتځ تيمور تجزيه كړ، كه يې سوډان په دوه برخو ووېشه، كه له هغه مخكې يې د يهودو په لاسونو د فلسطين د خاورې د يوې برخې اشغال او پكې د اسرائيلي حكومت په تشكيل كې خپله برخه وه او يا يې اوس په منځني ختيځ كې څه روان كړي دي، يا په افغانستان كې د خپلو زورواكو كومه مظاهره كوي نو دا حق هم ځان ته وركوي چې د ډيورنډ كرښې د برخليك په اړه داسې څرګندونې وكړي چې لږ تر لږه له يوه مهذب هيواد سره نه ښايي.

ويسا ورځپاڼه په (1395\2\7)  په خپل لومړي مخ كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د پخواني ځانګړي استازي له قوله ليكلي چې ډيورنډ كرښه بايد د يوې نړيوالې كرښې په توګه په رسميت وپيژندل شي. نوموړي دا خبره په كابل كې له يوه خصوصي تلويزيوني شبكې سره په مركه كې كړې ده.

نوموړى ورسره خپل پدرانه نصيحت هم ملګرى كوي او ايي چې كه چيرې افغانستان ډيورنډ كرښه په رسميت وپېژني نو له پاكستان سره به يې د شته ستونزو په حل كې مرسته وكړي.

خبره دا ده چې افغانستان له پاكستان سره نورې ستونزې نه لري او فقط همدا يوه ستونزه ده چې هغه د ډيورنډ كرښه ده. دا كرښه يو تاريخي او حقوقي شاليد لري چې كه څوك غواړي ځان په دې خبره پوه كړي، بايد تر ټولو د مخه دغه شاليد ته مراجعه وكړي او په دې باب شته اسناد وګوري. كه چيرې دابنز دا سره لويه ستونزه په څرګندو جملو كې حل كولاى شي يا يې د حل نسخه وركولاى شي، نو بيا دې لطفا دا هم ووايي چې كه پاكستان كشمير د هندوستان برخه ومني نو له هند سره به يې د ستونزو په حل كې ډيره مرسته وكړي او دغسې د نړۍ دنورو هيوادونو ترمنځ لانجې لكه د ايران او متحده عربي اماراتو ترمنځ، د تومب صغير او تومب كبير پرسر لانجه، د جاپان او روسيې ترمنځ پر يو شمېر ټاپوګانو لانجه يا د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ لانجه او د جولان غونډيو غونډيو پرسرچې لا له دې نورو مسايلو سره ښكاره توپير هم لري، ځكه دا غونډۍ تر 1967 پورې د سوريې پرخه وه او د نوموړي كال په جنګ كې اسرائيلو له سوريې ونيولې او تر اوسه پورې له اسرائيلو سره پاتې دي. په كار دا ده چې دابنز اسرائيلو ته هم ووايي چې يادې غونډۍ سوريې ته پريږدي نو ټولې ستونزې به يې حل شي، دا ښه ده چې دابنز دا نه دي ويلي چې افغانستان دې له پاكستان سره مدغم شي، نو دا ټوله لانجه به وشليږي.

امريكا خو لا د شلمې پېړۍ په پاى كې دا سيمه په قومي بنيادونو وېشلې وه او نقشه يې هم جوړه كړې وه چې د مطبوعاتو له لارې خپره شوه. په هغه نقشه كې خو يې د ډيورنډ كرښې پورې پښتنې ځمكې د افغانستان پښتنو ته وركړې وې، دغسې يې د پاكستان او هند پنجابونه سره يو كړي وو، د افغانستان شمال يې زموږشمالي ګاونډيو ته وركړى و او هرات يې ايران ته وركړى و، دغسې يې د لوى كردستان د تشكيل طرحه هم ډيزاين كړې وه، همدارنګه يې ويلي و چې بايد تر (2020) كال پورې پاكستان او اندونيزيا د نړۍ په نقشه كې نه وي، نو د دابنز نننۍ خبرې خو د امريكا له پرونيو څرګندونو سره جوت توپير لري.

په هر حال د ډيورند كرښې په باب كه هر تصميم نيول كيږي او يا ورته اړتيا وليدل شي، دا تصميم به افغان ولس نيسي، ډيورنډ كرښۀ هيڅكله هم د افغانستان او بريتانوي هند ترمنځ كوم منل شوى بين المللي سرحد نه و، بلكې لكه څرنګه چې انګريزانو پرې اعترافونه كړي دي دا فقط د سياسي نفوذ د معلومولو يو كوښښ و نه د سرحد، انګريزان چې ادعا كوي چې دا تړون ورسره لاسليك شوى هيڅكله هم دا نه شئ ثابتولاى چې ډيورنډ د دوى او افغانستان ترمنځ كوم په رسميت پيژندل شوى بين المللي سرحد دى، كه چېرې هم ضرورت شي او افغان ولس په دې اړه تصميم ونيسي نو يو تاريخي او حقوقي بحث ته به مراجعه كوي. كه داسې وي نو اميردوست محمدخان خو هم له انګريزانو سره د جمرود معاهده لاسليك كړې وه، دغسې افغانستان له روسانو سره هم معاهدې كړې وې.

افغانستان يو مستقل هيواد دى، خپل تاريخ لري،جغرافيه يې معلومه ده او هيڅكله به هم خپله يوه لوېشت خاوره چاته پرېنږدي، كه خبره د زورور او كمزوري وي نو متحده ايالات دې ترټولو د مخه په كاناډا او برازيل بريد وكړي، دغسې دې روسيه په بلاروس او اوكراين بريد وكړي او كه د كريميا خلكو د يوه رفرېنډم په نتيجه كې د خپل برخليك په اړه تصميم ونيوه امريكا يې دې نه مني؟ امريكا غواړي چې پاكستان ته په افغانستان كې امتياز وركړي چې هغه يې په چوپړ كې نور هم ښه وځغلي، خو دا خوب دې اوبو ته ووايي.

عزيز چوپان

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *