دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / د غږ لوړوالي مانا؛ د منطق ټیټوالی

د غږ لوړوالي مانا؛ د منطق ټیټوالی

عبدالبصیر صابر

د هند لومړی وزیر راغلی و چې د هند په پيسو، د افغانستان د پارلمان رغول شوې ودانۍ، د افغانستان له ولسمشر سره یو ځای پرانیزي. نرېندرا مودي په خپله وینا کې د مولانا جلال الدین بلخي یو بیت شعر ولوست چې مانا یې وه: ((‌ګلان د تالندې په غږ نه ټوکېږي؛ بلکې د باران د څاڅکو له نمه زرغونېږي. تاسې مو د خبرو مانا لوړه کړئ، غږ مو مه لوړوئ.)) مولانا، د غږ لوړول، له تالندې سره او د مانا لوړوالی، د باران په نم تشبیه کړي دي. کله مې چې په ټلویزیون کې د مودي دا خبره واورېده؛‌اندېښنه راته پیدا شوه.‌د هند لومړي وزیر؛ په شعوري ډول یا په تصادفي توګه زموږ ولسمشر ته دا خبر وکړه.‌ځکه؛ ولسمشر غني په خبرو کې چیغې وهي (چې په ملي سطحه یې هم چیغې د چا نه خوښېږي). تر مودي وروسته، ولسمشر غني په خبرو پیل وکړ؛ هغه تر خپلې هرې بلې بیانیې،‌په دې وینا کې ډېرې چیغې ووهلې. هلته په دې پوه شوم چې ولسمشر غني یو ښه اورېدونکی نه دی. هند په سیمه کې یو ځواکمن هېواد دی او مودي د دې هېواد صدراعظم دی. هغه دا وینا په داسې وخت کې کوله چې موږ ته یې د ۲۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ودانۍ پرانېستله؛ په شخصیتي لحاظ هم، مودي په نړۍ کې له مشهورو څېرو څخه دی، خو؛ ولسمشر غني حتی د هغه د خبرو اورېدو تکلیف هم ځان ته نه و ورکړی.‌د رهبرۍ په اوصافو کې یو اتفاقي وصف همدا دی چې رهبر باید ښه اورېدونکی وي.

تېره اونۍ مې د ډاکټر فاروق اعظم وینا په ټلویزیون کې کتله؛ هغه شمېرلي کلمات او موزونه وینا لرله. نه یې د کمونېستانو په بدیو سترګې پټې کړې، نه یې د یو مجاهد په توګه، د مجاهد پر جنایاتو څادر وغوړاوه، نه یې طالبان د هغوى د بیرغونو په څېر سپین وبلل، نه یې د ولسمشر کرزي عیبونه پټ کړل او نه یې هم د غني او عبدالله د حکومت پروا وساتله.‌هغه د پښتنو په بد وضعیت او د هغوی په وړاندې د ټولنیز عدالت په نقض باندې د یوه پښتون په توګه بحث ونه کړ؛ بلکې د یو انسان او یوه افغان په توګه یې د عدالت دا ډول نقض، د دې ملت پر وجود یو زخم وباله. هغه د سولې غږ اوچت کړ چې باید په کوم میکانیزم په مخ لاړ شي؛ پر حکومت یې غږ وکړ چې پاکستان ته دې امتیاز نه ورکوي، طالب سره دې مخامخ کېني او هغه ته دې امتیاز ورکړي. پر طالب یې غږ وکړ چې؛ امریکا ته امتیاز مه ورکوه، خپل افغان حکومت ته دې امتیاز ورکړه او هغه سره خبرې وکړه.

تمه مې دا وه چې ولسمشر غني به په ښې حوصلې او لوړ منطق په اجتماعي عدالت او سولې باندې بحث وکړي. خو؛ بیا لکه تندر وغړمبېده او په خبرو کې یې د مانا د باران نم نه و.‌

طبيعي هم وه؛ زما تمه بې ځایه وه. هغه چې د هند د لومړي وزیر وینا ته غوږ نه و نیولی، د فاروق اعظم خوارکي د خبرو په مفهوم خو یې ځانته تکلیف ورکول، د خپل د شخصیت تنزیل ګاڼه.

د غوايي په ۸ مه نېټه د ولسمشر غني خبرو په پښتنو کې د هغه موقف لا کمزوری کړ.

ما چې ولسمشر غني تر کومه ځایه په رسنیو کې تعقیب کړی، هغه د غوسې په وخت کې پر خپلو اعصابو مسلط نه دى. یو انسان دوه متره نه دی. کله چې سړی و نه شي کولای پر دومره کوچنۍ جغرافیې مسلط وي، څنګه کېدای شي پر سلګونه زره متره مربع جغرافیې حکومت وکړي؟

البته د داسې کسانو ستونزه په مشاورینو هم نه حل کېږي؛ ځکه چې (ښه اورېدونکى) نه وي. مخکې مې فکر کاوه چې ډېرې زده کړې او تجربه لري؛ رایه مې هم د همدې لپاره ورکړه. خو؛ اوس شک لرم او سخت اندېښمن هم یم. ځکه؛ د هغو انسانانو چې غږونه لوړ دي (چیغې وهي) منطق یې ټيټ دی. د هغو کسانو چې منطق ټیټ دی، مانا دا چې تحلیل نه شي کولای؛ هغه چا چې تحلیل نه درلود او له نورو یې هم نه اورېدل، د کار له پای نه یې د خیر تمه نه شي کېدای.

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *