دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / طنز / كوم دى قيامت؟!

كوم دى قيامت؟!

ارګ وايي لويې جرګې ته حاجت نشته، د ولسمشر سرپرست وياند د دې نه اړتيا دليل وايي چې تر اوسه داسې بحران نشته چې د  عنعنوي لويې جرګې د رابللو اړتيا احساس شي.

واه واه، دا دى منطق، دا دى دليل.

ما ته له دې سره هغه د ملا نصرالدين كيسه را ياده شوه، چا ترې وپوښتل ملا صاحب قيامت به څه وخت وي؟

ملا په ځواب كې ترې وپوښتل چې كوم قيامت! لوى كه وړوكى؟

سړي وويل نو قيامتونه دوه دي؟

ملا ځواب وركړ: هوكي! چې  زه مړ شم لوى قيامت دى او كه مې مېرمن مړه شي نو وړوكى قيامت دى!

د ارګ والو په اند بحران هم تر هغو  هېڅ د حساب وړ نه دى تر څو د مرګونو او برباديو سپېره څپه د سپېدار او ارګ تر دېوالونو ور ننه نه وځي. معنا دا چې دا د ورځې تر سلو پورې افغانان دې وژل كېږي، د دوى يې څه، همدومره دې مات او غوڅ هډونه د ټول عمر لپاره د كورنيو د غاړې زيندۍ وي.

ادارې دې په فساد كې ډوبې، بهرني ياران دې له ځمكې او فضا پر افغانانو قيامتونه راكوز كړي، ولس دې په بې وزلۍ كې لاس او پښې وهي، د تعصب او نفاق اور دې په غرغنډو وي، د داعش په نامه لوبه دې توده وي، خو چې د ارګ او سپېدار تنخواوې او آرګاه بارګاه پر ځاى وي، نو هېڅ خبره نه ده. بس هماغه خبره ده، دلته د وړوكي او لوى قيامت تعريف هم د سپېدار او ارګ د امتياز پر  دوام تړلى. دا چې پر يادو بدمرغيو سربېره افغانان په نړيواله كچه د هرې ورځې په تېرېدو نور هم بې توقيره كېږي، پرديو ته نور هم په ذلتونو اړ كېږي او پخپله د واك پر ګدۍ سپاره د هر كس او ناكس په مخ كې جينګ جينګ كېږي، دوى يې نه بحران بولي، نه ستونزه شته كه وي هم دومره نه ده چې د ولس جرګه پرې جوړه شي!.

د لويې جرګې خبره چې څوك كوي يو نيم به يې د شخصي غرض خاوند هم وي، خو زياتره يې ضمير لري، درد لري، د دې ولس بده وضعه ويني چې ادارې يې د انتخاباتو د كمېسيون په څېر مخ په شړېدو دي، پر ولس يې د ناخلفه خپلو، او پرديو ابليسي كړيو لخوا اورونه بل دي، چارواكي يې دومره بې احساسه او ړانده او كاڼه شوي چې د ولس دغه بده ورځ احساسولاى نشي، د لويو قيامتونو په انتظار دي، خو دا دې په زغرده واوري چې كه همدغه حالت و ډېر زر به درباندې لوى او وړوكى قيامتونه راكوز شي.

دا وګورئ

يو خواست يو ارمان

د غرمې لس بجې وې، د يوې جګپوړې ودانۍ د اووم پوړ له يوې كړكۍ ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *