دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / د سپنتا څرګندونې د عقدو له مخې دي

د سپنتا څرګندونې د عقدو له مخې دي

عبدالله شاهد

عقل په وجود کې د تمایلاتو او غرایزو کنټرولوونکی یا مهاروونکی دی. هغه ته د ټولنې تعریف شوي او منل شوي ارزښتونه معلوم دي؛ په ټولنیز ژوند کې د انسان د ژوند د دوام لپاره، ښکاره او ضمني قراردادونه ورته خورا مهم دي. نو؛ د همدې معیارونو له مخې د حواسو د اطلاعاتو تحلیل، د غریزو کنټرول، د تمایلاتو څارل او کله د عقدو د حبسولو یا معقول اشباع کولو کې مهم رول لري.

د یوه سالم یا د انګرېزانو په اصطلاح؛ نارمل انسان حالت همداسې وي.‌ خو؛ عقل ته په وجود کې آمر نه وي.‌ کله دا هر څه معکوس شي. یوه غریزه پر وجود برید وکړي؛ د انسان ټول وجود تسخیر کړي؛ هغه وخت بیا عقل د غریزې غلام شي. یا؛ د انسان په وجود کې عقدې سختې او ړندې غوټې پیدا کړي؛ عقل یې په معقول اشباع کې پاتې راشي، نو؛ عقدې پر وجود غلبه وکړي او عقل د ځان د اشباع لپاره استخدام کړي.

په داسې حالت کې بیا د عقل تر شتون، نه شتون ښه دی. ځکه چې خپله اصلي دنده له لاسه ورکوي او د خپل فلسفي وجود معکوس حالت مومي.

وړمه شپه مې د ډاکټر سپنتا مرکه په یوه خصوصي ټلویزیون کې ولیده؛‌ ماته یې د ارواپوهانو پورتني نظریات رایاد کړل.‌ هغه تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ولسمشر غني یې په ټوله مانا یو متقلب یا په درغلیو تر ارګه رسېدلی ولسمشر وباله. ماته یې منطق ډېر جالب دی؛ هغه وویل:

په یوه ولایت کې تر سلو زرو ډېرو ښځو په ټاکنو کې ګډون کړی و؛ حال دا چې له همدې ولایته په کانکور آزموینه کې تر دوه سوه لږو مېرمنو ګډون کړی و.‌ هغه په دې کې حیران و چې څنګه د کانکور او ټاکنو تر منځ دې دومره ژور توپیر وي؟!

که څه هم سپنتا ښکاره د هغه ولایت نوم وانه خيست او د پښتون قوم ذکر یې هم ونه کړ؛‌ خو، هغه د یوه پښتون ضدي عنصر په توګه مشهور دی او اوس یې نو په خبرو ښه پوهېږو. هغه غوښتل چې ووایي: پښتانه خپلې مېرمنې ښوونځي ته نه پرېږدي، نو؛ په ټاکنو کې یې هم ګډون ته زړه نه ښه کوي.

راځئ چې ټاکنې او کانکور لږ سره مقایسه کړو!

هغه څوک چې باید د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړي؛ شاوخوا ۳۲۴۰ ورځې یې باید د ښوونځي په انګړ کې تېرې کړې وي. خو؛ په ټاکنو کې ښایي د کارت اخيستو او په ټاکنو کې ګډون دوه ورځې وخت ونیسي چې هغه هم هره ورځ یو ساعت وخت نه لګېږي.

له بده مرغه زموږ په لرې پرتو سیمو کې تر ډېره ځایه ښوونځي نشته دي؛ حتی ډېر نارینه ماشومان مو د تعلیم له حقه بې برخې دي؛ خو، د ټاکنو حساس مواد د افغانستان هر ګوټ ته، لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره رسېږي. نو؛ بیا یې هم مقایسه بې مانا ده.

درېیم تفاوت یې دا دی چې؛ د ښوونځیو دوامداره امنیت ټینګول د دولت د وس خبره نه ده؛ خو، د ټاکنو په ورځ یا تر هغه د مخه، حکومت په خپل ټول قوت او د نړیوالو په مرسته امنیت اکثر ټینګ کړی دی چې تېرې ټاکنې یې ښه مثال کېدای شي. دلته بیا وینو چې د کانکور او ټاکنو د ورځو پرتله کول منطقي نه دي.

د پورتنیو دلایلو په پام کې نیولو سره، کېدای شي دا ادعا سمه وي چې پښتانه جګړې ځپلي دي او د تعلیم په برخه کې یې له بده مرغه ښځې او نارینه پاتې راغلي دي. خو؛ پښتنو د خپل سیاسي حق د تامین په برخه کې معمولاً ثابته کړې چې تر نورو قومونو یې په حصول کې جدي او حساس دي.

د کانکور آزموینې کې اکثر تر ۲۵ کلونو د لاندې عمر خاوندان ګډون کوي؛‌ خو، په ټاکنو کې تر ۱۷ کاله عمر ور هاخوا د هر عمر خاوند ګډون کولای شي.

که رښتیا ووایم؛ همدا اوس چې کانکور او ټاکنې سره پرتله کوم، ځان راته بد ښکاري. ځکه چې هېڅ سالم عقل دا دواړه یو نه ګڼي په دې کې بحث ته ضرورت نشته.‌

د تعلیم له حقه بې برخې کېدلو په هکله یې هم د طالبانو په اندازه، سپنتا ته ورته سیاسیون ګرم دي.‌ ځکه چې دوی یې هماغه عقدې دې ته هڅوي چې پښتانه له مدني ژوند نه لرې وساتي.

کله چې پښتانه په ټاکنو کې ګډون ونه کړي؛ ترورېستان یې بولي. او کله چې په ټاکنو کې برخه واخلي، بیا یې څوک رایې حقیقي او واقعي نه محاسبه کوي.

د تېرو ټاکنو واقعیت خو د ولسمشر غني کمزوري موقف بل ډول ښکاره کړ (چې سپنتا په دې ښه پوهېږي)؛ مګر په واقعیت کې خو دا ټاکنې د دې ملت ستره حماسه وه. د دنیا په هېڅ ګوټ کې د ټاکنو لپاره خلکو خپلې ګوتې له لاسه نه وې ورکړې؛ مګر زموږ خلکو د ولسواکۍ لپاره دا قرباني ورکړه. حتی د ډيموکراسۍ په اصلي مدعیانو (اروپا او امریکا) کې د جواس خان په شان سرښندونکی نه دی تجربه شوی چې د ټاکنو د بهیر د نه ټکني کېدو لپاره یې د خپلې لور بې روحه جسم تر مازیګره وساته (چې آزادۍ راډیو د کال غوره شخصیت په توګه غوره كړ).‌ د دې سترې حماسې بدنامول خیانت و چې تر ټولو ستر مسوولیت یې ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ته متوجه دی.

ټوله دنیا راغله او د ولسواکۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د یوه هېواد په ټاکنو کې ټولې رایې له سره وشمېرل شوې؛ هره یوه رایه نړیوالو متخصصینو (د سپنتا د باور وړ خلکو) وشمېرلې چې په نتیجه کې یې ۸۵۰۰۰۰ رایې باطلې شوې. مانا دا چې؛ پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شوې. دا درغلۍ یوازې په دې ټاکنو کې نه، په تېرو ټولو ټاکنو کې هم شوې دي. حتی تېرو ټاکنو کې تر پخوانیو ټاکنو کمې درغلۍ شوې وې.

سپنتا كله كله په افغانيت كې نه ځاييږي او د نړيوالتوب دعوه دار شي، خو اصلي جوهر يې بيا همدغه عقدې رابرسېره كړي چې څومره وړوكى دى.

سپنتا په دې هر څه ښه پوهېږي؛ خو، عقل یې عقدو استخدام کړی دی او هغه یې د ځان درملنې لپاره باید داسې څرګندونې وکړي.

تر کومه ځایه چې یې له حرکاتو څرګندېږي؛ وزګارتیا یې ناروغي لا زیاته کړې ده. ښه به دا وي چې د داسې څرګندونو په ځای د ولسمشر غني او عبدالله لمنه ونیسي چې کوم ځای کې یې بوخت کړي (چې البته دا یې هم بنیادي درملنه نه ده؛‌ که یې د پښتنو په مقابل کې عقده په موقف علاجېدلای، ولسمشر کرزي ښې څوکۍ ورکړې)، یا دې کوم سم ډاکټر ته ورشي چې درملنه یې وکړي.

په دې حالت کې به موږ داسې ډاکټر سپنتا ولرو چې عقل یې غریزې، تمایلات او عقدې مدیریت کوي، نه چې عقل یې د هغوی غلام وي.

 

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *