دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / زلمى خلیلزاد:  پاکستان او طالبان د افغان حکومت ګډ دښمنان دي

زلمى خلیلزاد:  پاکستان او طالبان د افغان حکومت ګډ دښمنان دي

 

امریکایان په دې پوهېږي، چې پاکستان دوه مخی سیاست لوبوي، خو د هغو امتیازونو په مقابل کې، چې پاکستان امریکا ته ورکړي، امریکایان په دې خبره سترګې پټوي

په افغانستان کې جګړه هغه خت پای ته رسېدلی شي، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس او له امریکا او افغانستان سره له پوره صداقته کار واخلي

پاکستان په یوه وخت کې پخپله خاوره کې هم امریکایانو ته امتیاز ورکوي او هم ترهګرو ته، په دې توګه خپله لوبه پر مخ وړي

ډېرى كارپوهان بيا په دې نظر دي، چې امريكا له پاكستان سره په دې لوبه كې شامله ده او كه امريكا وغواړي په افغانستان كې امن راشي، پاكستان بيا يوازې هېڅ نشي كولاى

واشنګټن – افغاني الاصله امریکايی ديپلومات زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان او طالبان د افغان حکومت ګډ دښمنان دي او هېڅکله به د افغانستان له حکومت سره مرسته و نه کړي. د خلیلزاد په وینا، دوی دواړه په ګډه هڅه کوي، څو افغان حکومت له منځه یوسي. زلمي خلیلزاد له آشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې آن د خپل سفارت په وخت کې په دې باور و، چې پاکستان له امریکا او افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي، خو خبرو ته یې چا ارزښت نه ورکاوه. هغه ویلي، امریکایان په دې پوهېږي، چې پاکستان دوه مخی سیاست لوبوي، خو د هغو امتیازونو په مقابل کې، چې پاکستان امریکا ته ورکړي، امریکایان په دې خبره سترګې پټوي. نوموړى زياتوي، په افغانستان کې جګړه هغه خت پای ته رسېدلی شي، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس او له امریکا او افغانستان سره له پوره صداقته کار واخلي. د هغه په وينا، پاکستان په یوه وخت کې پخپله خاوره کې هم امریکایانو ته امتیاز ورکوي او هم ترهګرو ته، په دې توګه خپله لوبه پر مخ وړي. خليلزاد وايي، د ترهګرو ستر مرکزونه له ۲۰۰۴ کال راهيسې په پاکستان کې شته دي او لا هم فعالیت کوي.

ډېرى كارپوهان بيا په دې نظر دي، چې امريكا له پاكستان سره په دې لوبه كې شامله ده او كه امريكا وغواړي په افغانستان كې امن راشي، پاكستان بيا يوازې هېڅ نشي كولاى.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *