دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / خبرونه / د امريکا مشرانو جرګې پاکستان ته د اېف ١٦ الوتکو د ورکولو مخنيوى وكړ

د امريکا مشرانو جرګې پاکستان ته د اېف ١٦ الوتکو د ورکولو مخنيوى وكړ

د اوباما حکومت اوس هم غواړي په پاکستان دا الوتکې وپلوري، خو د دې لپاره د امريکا پيسې نه شي لګولى(د امريكا د بهرنيو چارو وزارت)

واشنګټن – د امريکا مشرانو جرګې کې د بهرنيو اړيکو د جرګه ګۍ په غوښتنه د بارك اوباما حکومت پاکستان ته د اېف١٦ جنګي الوتکو د پلورلو په لړ کې له مرستې انکار کړى دى.

له دې پرېکړه وروسته به اوس پاکستان پخپله د اتو اېف ١٦ الوتکو رانيولو لپاره ټول اووه سوه ميليونه ډالر خپله ورکوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي: “د اوباما حکومت اوس هم غواړي په پاکستان دا الوتکې وپلوري، خو د دې لپاره د امريکا پيسې نه شي لګولى.”

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي دا هم وويل: “په روان کال کې پاکستان ته د نورو پوځي مرستو بوديجه کانګرس ته وړاندې شوې وه او د هغې د نه ورکولو پرېکړه هم شوې ده.”

خو ده زياته كړه، د اوباما حکومت به په دې مسالو له کانګرس سره کار ته دوام ورکوي.

د امريكا د مشرانو جرګې دا پرېکړه د پاکستان لپاره يو لوى تاوان دى، ځکه کله چې په لومړي ځل دې جرګې تېره مياشت په پاکستان د اېف ١٦ جنګي الوتکو پلورل تاييد کړل، هغه وخت داسې برېښېده، چې په دې لړ کې ټولې ستونزې لرې شوې دي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *