دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض

په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او بهرنۍ پاليسي ونه لري. دغه پاليسۍ هر هېواد د خپلو ارزښتونو او خپلو ملي ګټو په رڼا كې ټاكي، همدا علت دى چې حكومتونه ځي راځي؛ خو كړنلارې يې كوم بنسټيز بدلون نه مومي؛ د بېلګې په توګه كشمير هم هندوستان ته يوه ملي مساله ده او هم پاكستان ته، ځكه خو كه په پاكستان كې د مسلم ليګ حكومت راشي، كه د پيپلز پارټۍ حكومت يا سبا ته كوم بل ګوند واك ته ورسېږي د كشمير پر سر يې پاليسي نه بدلېږي. همدارنګه ډيورنډ مساله دا چې تاريخي او حقوقي حقايق څه دي هغه جلا خبره ده؛ خو پاكستان اوس د خپلې يوې ملي مسالې په توګه منلى، هلته كه نظامي حكومتونه راغلي كه ملكي او بيا په ملكې كې د هر ګوند حكومت هڅه يې دا ده چې پر افغان حكومتونو فشار راوړي چې تاريخي حقايق او منل شوي نړيوال حقوقي نورمونه ناليدلي وګڼي او ډيورنډ كرښه د يوه بين المللي رسمي سرحد په توګه په رسميت وپېژني؛ خو زموږ په هېواد كې خصوصاً د داوود خان تر جمهوريت راوروسته وضع بدله شوې او بلكې داوود خان هم د خپل جمهوريت په وروستيو كې كله چې د پاكستان د هغه مهال صدراعظم ذوالفقار علي بوټو كابل او داوود خان اسلام اباد ته سفر وكړ، بوټو د خپل سفر پر مهال داوود خان ته د پلار خطاب وكړ او له هغه يې وغوښتل چې دې مسألې ته يوه داسې حل لاره ومومي چې ستونزه پرې حل كېداى شي. دا چې داوود خان يو مغرور سړى و، د بوټو محيلانه تنازل ته په لويه بيه قايل شو. د هغه مهال د بهرنيو چارو سياسي معين عبدالصمد غوث په خپل كتاب «د افغانستان سقوط» كې كاږي چې كه پر بوټو په پاكستان او پر داوود خان په افغانستان كې كودتا ګاڼې نه واى شوې، د دې هيله كېداى شواى چې تر راتلونكو څلورو پنځو كالو پورې د دواړو هېوادو ترمنځ ټول اختلافات حل شوي واى، دلته دا خبره هم د پام وړ ده چې كابل ته د بوټو د سفر پر مهال د دواړو هېوادو په ګډه اعلاميه كې د «اختلافات» كلمه ذكر شوې وه چې داوود خان بوټو ته وويل چې موږ او تاسې خو له همدې يوه اختلافه (د ډيورنډ مسالې ته اشاره) نور وراخوا هېڅ اختلاف نه لرو؛ نو بيا ولې د اختلافات كلمه وكارول شي؛ خو بوټو داوود خان ته وويل چې پر دې زموږ د بهرنيو چارو د وزارت مامورين خوشحالېږي چې بيا داوود خان وويل چې ورځه ويې ليكئ؛ خو موږ ګوره فقط همدا يو اختلاف لرو. همدارنګه بوټو د داوود خان هغه سپارښتنه ومنله چې د پښتنو او بلوڅو نيول شوي مشران به خوشې كوي؛ خو په تدريج سره چې بيا بوټو دا كار وكړ.

د داوود خان د جمهوريت تر پايه بيا هم موږ يو څه تعريف شوي ارزښتونه، ګټې او كورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ درلودې. داوود  تر ډېره پورې د خپل عظمي صدارت سياستونه تعقيبول، كه څه هم د هغه په لومړۍ بيانيه «خطاب به مردم» كې څه نوي تمايلات هم ليدل كېدل؛ خو تر هغې راوروسته چې د ۱۳۵۷ د ثور كودتا وشوه، د كمونستي حكومت مشران ټول پر دې اخته شول چې په افغانستان كې په څه ډول كمونستي افكار او نظريات خپاره او د مسكو ګټې خوندي كړي، بيا چې روسي قواوې افغانستان ته راغلې، نو خبره نوره هم بلې خوا ته ولاړه؛ ځكه بريژنف غوښتل جنوب خوا ته د افغانستان له لارې د پتر دكتورين پياده كړي، چې دا ارمان يې پوره نه شو.

متأسفانه د جهاد تر بريا وروسته (۱۳۷۱) په افغانستان كې يو داسې حكومت نه د مجاهدينو په وخت كې راغى او نه هم د طالبانو په وخت كې چې د نظام يو حقوقي تعريف پرې صدق وكړي. له ۲۰۰۱ وروسته سره له دې چې امريكا او ناټو افغانستان ته راغلل كه څه هم په ډېره ناقصه توګه؛ خو د دې هڅه وشوه چې له حقوقي پلوه د يوه نظام ستنې ودرول شي؛ مثلاً اساسي قانون سره له يو لړ ستونزو چې اوس هم د اساسي قانون په متن كې شته او دا قانون د قانونپوهانو د يو كمېسيون له خوا بيا كتنې ته اړتيا لري تسويد او د لويې جرګې له خوا تصويب شو. ثلاثه قواوې، د قواو له تفكيك سره رامنځته شوې، سره له دې چې حكومت دا اوس هم، هم په ملي شورا او هم په عدلي او قضايي اورګانو يا قضائيه قوه كې په پراخ مټ مداخله كوي. نوې واحده كرنسي چاپ شوه او هغه پخوانۍ پيسې د يوې فورمولې له مخې تبادله شوې.

هغه څه چې زه غواړم په دې كرښو كې پرې تركيز وكړم هغه دا دي چې امريكا او ناټو افغانستان ته راغلل؛ خو د يوه مشخص تعريف له مخې نه. كه څه هم چې زموږ حكومتونو خو د خپل استقلال لاپې وكړې او لا يې هم كوي، خو حقيقت دا دى چې موږ له ۲۰۰۱ نه را په دې خوا حكومتونو ته تحت الحمايه حكومتونه ويلاى شو؛ خصوصاً د ملي وحدت «اسم بدون مسمى» حكومت ته. ولسمشر غني او د هغه ټيم په ډېره بيړه له امريكا سره هغه امنيتي تړون لاسليك كړ چې پخواني ولسمشر ترېنه ډډه وكړه. كه څه هم چې ښاغلي كرزي له امريكا سره ستراتېژيك تړون لاسليك كړ او دغسې يې له نورو ګڼو هېوادو سره هم لاسليك كړ؛ خو امنيتي برخه يې چې افغانستان ته يې ډېرې ستونزې زيږولاى شواى له ستراتېژيك تړونه جلا كړه چې پر دې بايد جلا بحث او څېړنه وشي؛ خو امريكا هېڅكله دې ته نه وه چمتو چې په تهيه كړي متن كې بدلون راولي، تر دې چې د غني حكومت راغى. غني حتى طالبانو ته وعده وركړې وه چې د انتخاباتو بهير مه ګډوډوئ؛ خو كه ما انتخابات وګټل، زه له امريكا سره امنيتي تړون نه لاسليكوم؛ خو د ژمني پر خلاف يې په ۲۴ ساعتونو كې د ننه دننه لاسليك كړ. همدارنګه هغه چې ولس ته نورې كومې وعدې وركړې وې پر يوه يې هم عمل ونه كړ، د هغه ټوله هڅه دا وه چې له ټولو هيلو، بهانو او درواغجنو وعدو نه په كار اخستنې سره يو ځل ځان عبدالرحمن خاني ارګ ته ورسوي، هغه، هغو وعدو ته هم شاه كړه چې ارګ ته د ده په رسولو كې بې اغېزې نه و. د كرزي پلويانو غني ته په ارت مټ كمپاين وكړ؛ خو وروسته به ښايي كرزى هم پر دې باور شوى وي او د ده ملګرى ټيم هم چې پر غني تېروتل او پر خراړې يې د شاهين ګومان كړى و. اوس چې هر څه وشول، وشول، غني له امريكا سره امنيتي تړون د بريښنا پر سرعت لاسليك كړ، خو هېواد مو لا هم د ګاونډيانو تر بريد لاندې دى په (۲۲/۸/۹۶) نېټه هم ۱۸۴ توغندي او د توپونو ګولۍ د كونړ ولايت پر څو ولسواليو ولګيدى، پر ډيورنډ كرښه په يو اړخيزه توګه اغزن سيم ولګول شو او لا پرې كار روان دى، دا هغه څه دي چې حتى انګريزانو ونه كړاى شو. د ډيورنډ كرښه تسويد شوه؛ خو تصويب نه او انګريزانو هم ونه كړاى شول چې دا كرښه عملاً تثبيت او نښې پرې ولګوي، په يوه ډېر محدوده ساحه كې چې انګريزانو يو اړخيز اقدام وكړ او عبدالرحمن خان خپل استازى سردار نور محمد خان ور واستاوه، هغه هم بېرته راستون شو او خبره همداسې غلې پاتې شوه. په ۲۰۰۳ كې پر مومندو تجاوز وشو او خبره همغسې پاتې شوه او اوس خداى خبر چې غني څه پيتي پخ كړي دي. د ولسي جرګې غړى عبدالظاهر قدير خو لا ادعا كوي چې د غني حكومت د خپل پخوانى لوى درستيز قدم شاه شهيم په واسطه په لندن كې پر ډيورنډ كرښه لاسليك كړى. حكومت بايد په دې باب وضاحت وركړي؛ خو كه دا خبره حقيقت هم ولري تر هغې چې لويه جرګه يې تصويب نه كړي، دا هم لكه د ډيورنډ مسوده كومه قانوني او حقوقي بڼه نه شي لرلاى؛ ځكه د افغانستان د نافذ اساسي قانون د حكم له مخې د هېواد په ټولو ملي مسايلو كې به لويه جرګه تصميم نيسي. غني چې تراوسه كوم غلچكي توافقات وكړل ټول رسوا او د ملت له خوا رد شول. غني اوس هم د ملي مسؤوليت له پلوه او هم د وجدان په حكم دا دنده لري چې له امريكا سره كښېني او خبره ورسره سپينه كړي. هغه د همدې لپاره د لويې جرګې له تدوير سره مخالفت ښيي چې ملت به يې د پردې تر شا كړې معاملې ورته مخې ته كښېږدي، هغه چې دى ورته هېڅ ځواب نه لري.

 

دا وګورئ

د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي

ف، فايض زه چې دا كرښې كاږم (۱۳۹۶\۹\۱۹) نېټه د يكشنبې ورځ ده، تر دې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *