دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / دې نېشن: امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په خلاف د مبارزې جګړه بایللې ده

دې نېشن: امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په خلاف د مبارزې جګړه بایللې ده

 

له ۲۰۱۳ کال راهیسې څه بدلون نه دی راغلی، ځکه نو د نشه يي توکو په ضد د ۹ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا مبارزه ناکامه ده

اسلام اباد – پاکستانۍ ورځپاڼه دې نېشن لیکي چې امریکا په افغانستان کې د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې یوه بله جګړه بایللې ده.

سرچينه زياتوي، په ۲۰۰۹ کال کې د یوې امریکايي ادارې لپاره شوې یوې څېړنې وموندله چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د هیرويینو لابراتوارونه لري، ۹۸ سلنه د کوکنارو کروندې کنټرولوي او د مالیې په توګه ترې سلګونه میلیونه ډالر اخلي.

دې نېشن وايي چې دغه پدیده په افغانستان کې د وسله والو طالبانو مهمه مالي سرچینه ده او په ۲۰۱۳ کال کې د درې ميلیاردو ډالرو په ارزښت پنځه زره او پنځه سوه ټنه اپیم په افغانستان کې وشول او ۳۲۰ میلیونه ترې طالبانو مالیه واخیسته. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، له هغه مهال راهیسې څه بدلون نه دی رامنځته شوی، ځکه نو د نشه يي توکو په ضد د ۹ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا مبارزه ناکامه ده.

دغه ورځپاڼه همداراز وايي چې د امریکا په نوې تګلاره کې هم یوازې د طالبانو په وړاندې د جګړې خبره شوې ده، خو د نشه يي توکو د قاچاق او کرکيلې په اړه کومه یادونه او پلان نه لري.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *