دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / ظاهر قدير: ولسمشر بريتانيا ته په خپل سفر کې د پولې مديريت په نوم هوکړه ليک لاسليک کړى

ظاهر قدير: ولسمشر بريتانيا ته په خپل سفر کې د پولې مديريت په نوم هوکړه ليک لاسليک کړى

 

پاکستان د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ د ډيورنډ پر فرضي کرښې اغزن تار لګوي

پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار غځولو په تړاو د حکومت چوپتيا د اندېښنې وړ ده (مشرانو جرګه)

کابل – د ولسي جرګې یو شمېر غړو حکومت د ډيورنډ فرضي كرښې په تړاو په پټې معاملې تورن کړ. په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازى ظاهر قدير وايي، پاکستان د افغان چارواکو له لوري د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ د ډيورنډ پر فرضي کرښې اغزن تار لګوي.

ظاهر قدير د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: “د بريتانيا د سفير وروستۍ خبرې بې ځايه نه دي، ولسمشر بريتانيا ته په خپل سفر کې د پولې مديريت

(Border Management) په نوم يو هوکړه ليک لاسليک کړى دى.”

د هغه په وينا، د پولې د مديريت دغه سند د ولسمشر غني او د هېواد د پخواني لوى درستيز قدم شاه شهيم له لوري لاسليک شوى دى. نوموړي د هوکړه ليک مقابل لورى په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل چې په دې اړه به نن (چهارشنبه) له ملت سره لا ډېر اسناد او مدارک شريک کړي.

د قدیر په خبره، د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن تار لګولو په وړاندې د حکومت چوپتيا د ياد هوکړه ليک د لاسليک په معنا ده.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د قدیر ادعا بې بنسټه بولي.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي پر حکومت د جدي نیوکې ترڅنګ وايي چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له لوري د اغزن تار غځولو په تړاو د حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

له څه مودې را په دې خوا د پاکستان له لوري د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو لړۍ په چټکۍ روانه ده، خو افغان حکومت تراوسه په رسمي توګه د پاکستان د ياد اقدام په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

د مشرانو جرګې غړي د پاکستاني حکومت له لوري پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار غځولو په اړه د حکومت يادې چوپتيا ته د شک په سترګه ګوري او وايي، د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو لړۍ اوس هم دوام لري.

دوى زياتوي چې حکومت بايد د خلکو نيوکو او غبرګونونو ته پام وکړي او ژر دې د پاکستان د دې اقدام په وړاندې خپل قاطعيت په ډاګه کړي.

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *