دوشنبه , دسمبر 11 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / دولت وزیري: پر افغان خاورې د پاکستاني پوځیانو بریدونه د زغملو نه دي

دولت وزیري: پر افغان خاورې د پاکستاني پوځیانو بریدونه د زغملو نه دي

 

لوړپوړي مقامات مو په دغو بریدونو خبر کړي او کرښې ته په څېرمه ساحو کې افغان ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي (د کونړ امنیه قوماندان)

کابل – د ملي دفاع وزارت وایي، پر افغان خاورې د پاکستاني پوځيانو بریدونه نور ورته د زغلمو نه دي او اسلام اباد باید دغه توغندويي بریدونه ودروي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وويل، دا موضوع يې له پاکستان او نړيوالو سره شریکه کړې ده او په جدي ډول به وڅېړل شي.

بلخوا د کونړ ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي، لوړپوړي مقامات یې په دغو بریدونو خبر کړي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ساحو کې افغان ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي. نوموړي وویل: “موږ عام تام اماده ګي لرو او لومړۍ درجه ا‌حضاراتو کې یو او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.”

د چارواکو په وينا، په تېرو دوو ورځو کې د کونړ پر دانګام، مرورې او خاص کونړ ولسوالیو ۳۴۲ مرمۍ لګېدلې دي چې له امله یې لسګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، د دغو بریدونو له کبله لسګونه کورنۍ نورو خوندي سیمو ته تښتېدلي دي. هغه زیاته کړه: “تراوسه له شلطن څخه څلوېښت کورنۍ کډه شوې او ولایت مقام بېړنۍ غونډه رابللې وه چې له دغو کورنیو سره مرسته وشي.”

دا وګورئ

مشرانو جرګه: حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي

  له امريکا سره شوی امنيتي تړون د امنيت په ټينګښت کې ګټور نه دی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *