شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د ستونزو اصلي سرچينه

د ستونزو اصلي سرچينه

پاكستان ته د امريكا له لوري د ۷۰۰ ميليون ډالرو مرستې اعلان، هغه چا ته هېڅ د حيرانۍ خبر نه دى چې پر واقعيتونو ولاړ قضاوت كوي او د لفاظيو پر ځاى پر ځمكنيو واقعيتونو باور لري.

كله چې د اګسټ پر ۲۲ مه د امريكا ولسمشر د افغانستان او سيمې لپاره خپله ستراتېژي اعلان كړه، له هغو هېوادونو سره يې چې مخالفت جدي ؤ نومونه يې واخيستل، خو د پاكستان نوم يې ياد نه كړ. دا نو زموږ د حكومت او ځينو سياسي كړيو لويه غلطي ده چې له تېرو ۱۷ كلونو راهيسې د پاكستان د انزوا او اسلام آباد ته د امريكا د غوسې په افسانو خپله خوله خوږه ساتي.

د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان وروسته د ارګ اردليانو په رسنيو كې بيا دا غوغا ګډه كړه چې دا د متفكر ولسمشر كمال ؤ چې پاكستان يې له داسې مرګونې انزوا سره مخ كړ. چارواكي، سياستوالان، د رسنيو چلوونكي او كارپوهان ټول انسانان دي له غلطيو او كمزوريو خالي نه دي، په سياسي تحليلونو او ارزونو كې غلطۍ ممكنې دي، اټكلونه غلط راوتلاى شي، وړاندوېينې او نظريې هم غلطې كېداى شي.

خو په كوم ډول چې له تېرو نږدې ۱۷ كلونو راهيسې افغان چارواكي او سياستوال د پاكستان په اړه د امريكا تګلارو ته په تمه دي او ګوړې ماتوي، دا غلطي هېڅكله هم نشي بلل كېداى، دا د ځان او ولس دوكه كول دي، پر خپلې ناپوهۍ او بې كفايتۍ اعتراف دى او آن دا له ځان او ولس سره ستره جفا او خيانت دى. جفا او خيانت ځكه چې ولس د ستونزې د اصلي سرچينې پر ځاى پر كاذب ادرس بوخت ساتي. كه دا كار شعوري وي له خيانت پرته بل تعبير او مفهوم نه لري، كه شعوري نه وي بايد پخپل عقل او درايت وژاړو.

زموږ په هېواد كې د وينو لښتي روان دي، خو چارواكي مو د امريكا خولې ته ګوري چې دغه خونړۍ لوبه څه ډول تعريفوي.

اصلي ستونزه دا ده چې نه يوازې زموږ په هېواد بلكې په سيمه او ټوله نړۍ كې چې نن كوم بحرانونه او جګړې دي. دا د نړۍ د يوازيني ستر ځواك په توګه د امريكا لوبې دي. امريكا بيا په هره برخه كې د خپلو لوبو د دوام لپاره پلمې او وسيلې لري، په افغانستان كې طالب، القاعده، آى اس آى او داعش هماغه پلمې دي.

په دې كې شك نشته چې دا پاس ياد شوي لوري ټول د افغانستان او سيمې په جګړو او بدمرغيو كې رول لري. خو اصلي لورى امريكا ده، واشنګټن په ډېر مهارت لوبه داسې پر مخ وړي چې، طالب، داعش او آى اس آى افغانانو ته د بدمرغيو اصلي لوري وښيي، خو آى اس آى ته ولې بيا هم مرستې روانې دي؟ داعش ته په الوتكو كې څوك اكمالات كوي، افغان حكومت څوك مجبوروي چې له پاكستان سره په ډيورنډ پټه معامله وكړي او شل نورې داسې پوښتنې شته چې ځواب يې د ستونزې اصلي سرچينه په ګوته كوي چې امريكا ده او بس.

دا وګورئ

زموږ پر ولس څه ډول لوبې كېږي؟!

ډېره عجيبه ده چې د ايشيا فونډېشن د آسيا برخې مشر عبدالله احمدزي په اړه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *