شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / يو شكايت چې هېڅ پاملرنه ورته نه كېږي

يو شكايت چې هېڅ پاملرنه ورته نه كېږي

ف، فايض

د افغانستان جګړه چې څومره پر مخ ځي، هغومره پېچلې كېږي او نوي ابعاد پيدا كوي. كله چې په ۲۰۰۱ كې امريكا او ناټو افغانستان ته راغلل؛ نو هغه وخت تر القاعدې وروسته يواځې طالبان وو چې هم امريكا ورته ترهګر ويل او هم نورې دنيا؛ خو اوس د افغان حكومت په ادعا د دغو ترهګرو ډلو شمېر ان شلو ته رسېدلى دى او هره ورځ يوه نوې ډله سر راپورته كوي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا كومه لوبه ده چې امريكا او ناټو لا په افغانستان كې حضور لري او هره ورځ او هره شپه نظامي عمليات هم روان دي؛ خو بيا هم هره ورځ يوه نوې ډله سر راپورته كوي، دلته دوه خبرې دي:

يا دا چې امريكا او ناټو د ورځې په تېرېدو سره كمزورې كېږي او د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې بېوسه كېږي؛

يا دا چې امريكا او ناټو پخپله دې ته زمينه برابر وي چې دغسې نوې نوې ډلې سر راپورته كړي.

دا اوس هغه پوښتنه ده چې امريكا او ناټو بايد ورته ځواب ووايي، خو امريكا او ناټو دواړه په دې اړه پټه خوله دي او نه وايي چې موضوع څه ده، دغه چوپتيا پخپله نورې ګڼې پوښتنې زېږوي، د دې ترڅنګ دا غږ په وار وار پورته شوى چې نامعلومې هليكوپترې راځي او په لرې پرتو سيمو كې كښېني او مخالفو وسله والو ته وسلې كوزوي، دغه شكايت محلي خلكو هم كړى دى، محلي چارواكو هم كړى دى او ان چې په افغانستان كې د روسيې ځانګړي استازي ضمير كابلوف هم كړى دى او له امريكايي مقاماتو نه يې غوښتي دي چې بايد په دې اړه پلټنه وكړي او خبره معلومه كړي چې دغه هليكوپترې له كومه ځايه راځي او دلته مخالفينو ته وسلې او مهمات راوړي. دا خو ټولو ته معلومه ده چې هليكوپټر دومره د اوږده واټن پرواز هم نه شي كولاى يا به ګاونډيان دا كار كوي او يا به امريكا او ناټو پخپله دا كار كوي. بله خبره دا ده چې دا كوم منطق منلاى شي چې د امريكا او ناټو د حضور په صورت كې د ګاونډيانو هليكوپترې دا جرأت وكړي چې د افغانستان خاورې ته راننوځي او مخالفينو ته تجهيزات را ورسوي. پخوا دا كار څو ځله په جنوب كې شوى؛ مثلاً په زابل كې، په كونړ كې او نورو ولايتونو كې روغ روغ كانټينرونه د هليكوپترو په واسطه په يوه جنګي سيمه كې كوز كړاى شوي دي چې بيا مخالف جنګيالي راشي او هغه خپلو مركزونو ته انتقال كړي؛ خو اوس دا كار په تكرار سره د هېواد په شمال كې كېږي.

د يوه تازه راپور له مخې چې ويسا ورځپاڼې پخپله پرونۍ (۲۲/۸/۱۳۹۶) ګڼه كې د جوزجان ولايت د محلي مقاماتو په حواله خپور كړى، ويل شوي چې: بهرنيان په جوزجان كې وسله والو مخالفينو ته نظامي زده كړه وركوي. په راپور كې زياته شوې چې د فرانسوي، سوډاني، چيچني او ازبكستاني استاذان د جوزجان ولايت په درز آب ولسوالۍ كې، د وسله والو مخالفينو په روزنه لګيا دي. دغسې خبرونه تقريباً هره ورځ او  هره اوونۍ خپرېږي؛ خو نه پرې د امريكا نظامي مقامات غوږونه ګروي او نه د ناټو د نورو غړو هېوادو پرې وروځه كږېږي.

افغان حكومت خو هسې هم لار پو كوي او پرې روان دى؛ نو له دې ځايه معلومېږي چې تر كاسې لاندې نيم كاسه شته. په دغه مساله كې د امريكا خوښه دخيله ده، دا كار يا دوى پخپله كوي او يا يې ګاونډيان د دوى په خوښه او اجازه كوي، دغه هليكوپترې له كوم بل لرې پراته هېواده نه راځي. كه چېرې دا هليكوپترې له روسيې يا زموږ له شمالي ګاونډيو هېوادو نه راځي چې د دې هم احتمال شته؛ نو په كار دا دي چې امريكايي مقامات په دې اړه څېړنه وكړي او دا خبره روښانه كړي چې كه دا شك پر موږ كېږي؛ نو موږ نه يو روسيه ده، تاجكستان دى، ازبكستان دى او تركمنستان دى يا ايران او پاكستان دي دا چې ضمير كابلوف د خپل هېواد په نمايندګۍ په دې اړه د څېړنو غوښتنه كوي يا دا دى چې په دې توګه خپله مداخله پټوي او يا هم غواړي چې د دې خبرې حقيقت معلوم شي.

دغه ډول مكررې ادعاوې او بيا يې په وړاندې سكوت يو پيغام لري او هغه دا دى چې دلته به جنګ دوام كوي، دا جنګ خو معلومه ده چې د افغانانو جنګ نه دى، دا د بهرنيانو جنګ دى او د بهرنيانو د ګټو جنګ دى، خو په دې بل كړي اور كې بې ګناه افغانان وژل كېږي، وران ويجاړ افغانستان لا پسې ويجاړېږي. متأسفانه بهرنيان خو له يوې يوې خوا ادعا كوي او بله خوا پرې خوله پټوي؛ خو زموږ حكومت هم په دې حد كې نه دى چې جقيقت وويلاى شي، بس هغه خبره ده چې: كه څه ووايم جانى كډه كوي، كه حكومت څه ووايي طبيعي ده چې د امريكا او ناټو مقاماتو ډكى ورسره ماتېږي. په وروستيو مراحلو كې د پخواني ولسمشر حامد كرزي روابط ولې له امريكا سره خراب شول، هغه پر دې چې هغه ريښتيا ويل او امريكا پر دې ريښتياو خفه كېده. امريكا خو دا غواړي چې هر څه دې وليدل، پرخوله به لاس ږدي او وايي به چې هېڅ مې هم نه دي ليدلي، ورځه چاپي رسنۍ خو به د مطبوعاتو د  ازادۍ له نامه نه په ګټې اخيستنې په دې اړه يو څه حقايق خپاره كړي، تصويري او غږيزې رسنۍ به ګردي مېزونه جوړ كړي، له خبيرو افرادو سره به مركې وكړي؛ خو په دې كې شك نشته چې د حكومت غږ جلا وزن لري.

رسنيو خو د حامد كرزي په حكومت كې هم يو لړ حقايق خپرول؛ خو كله چې د حامد كرزي له خولې نه د انتقاد غږ راوووت د امريكا پرې خوا بده شوه او د ښاغلي كرزي انتقادونو د افغانستان او امريكا پر اړيكو تر ډېره بريده منفي اغېزه وكړه؛ ځكه كرزي ريښتيا ويل او امريكا نه غوښتل چې ريښتيا وويل شي او ښايي كرزى به هم په دې اړه كاملاً ازاد نه و، ډېرې خبرې به داسې هم وې چې هغه به د كرزي په زړه كې پاتې شوې وي او هغه په خصوصي ملاقاتونو كې پر دې خبره اعترافونه هم كړي دي او له خپل مجبوريته يې پرده هم پورته كړې؛ خو هغه څه يې چې وويل او ويې ويلاى شول بيا دې يې هم كور ودان وي، لږ تر لږه يې ولس ته دا پيغام ورساوه چې خبره څه ده، نور بايد ولس هم لږ د غفلت له خوبه راپاڅېږي او د خپل مظلوميت غږ د نړيوالو غوږو ته ورسوي او نړۍ پر دې پوهه كړي چې دلته څه روان دي، چا روان كړي او ولې يې روان كړي دي. دا چې كرزي د افغانستان د ستونزې د حل كيلې د امريكا او پاكستان په لاس كې وبلله؛ دې خبرې افغانان پر دې پوه كړل چې هغه د خداى (ج) كارونه خو جلا دي؛ خو ځمكني حقايق دا دي چې تر كومه امريكا نه وي غوښتي دلته سوله نه راځي او جنګ به دوام مومي.

دا وګورئ

حكومت له امريكا سره پر خپلې مبهمې دوستۍ پر بيا كتنې مكلف دى

ف، فايض په نړۍ كې هېڅ داسې هېواد نشته چې خپله يوه مشخصه كورنۍ او ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *