سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / سرچينه: بهرني سفارتونه غواړي عبدالله احمدزی د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس شي

سرچينه: بهرني سفارتونه غواړي عبدالله احمدزی د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس شي

 

حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د دې كمېسيون د دارالانشاءد اوسنیو رئیسانو لپاره د معینیتونو په کچه نوي پوسټونه په نظر کې نیولي دي

حکومت هڅه کوي د یوې مصوبې له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئيس د ګوښه کولو لپاره لاره پرانیزي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رئیس ته هم د لرې کولو ګواښ شوی دی

کابل- ارګ او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره عبدالله احمدزی د نوي رئیس او شاه سلطان عاکفي د دې کمېسیون د دارالانشاء د رئیس په توګه وګومارل شي.

په داسې حال کې چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د حکومت پر پراخې لاسوهنې جدي نیوکې روانې دي، تازه حکومت پتېیلې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئيس او د دې كمېسيون د دارالانشاء رئیس له دندو ګوښه كړي او پر ځای یې نوي کسان وګوماري.

یوې سرچینې کابل نیوز ته له نومښودنې پرته ويلي، عبدالله احمدزي د یاد پوسټ لپاره د ۱۸۰ زره ډالره کلني معاش غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئیس او د دغه كمېسيون د دارالانشاء رئیس لپاره د معینیتونو په کچه نوي پوسټونه په نظر کې نیولي دي. د سرچينې په وینا، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر ته هم چې په دې وروستیو کې په غلاوو تورن شوی دی، د  لرې کولو ګواښ شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي ور غوښتي وو او ویل کېږي له هغوی نه یې د یوې داسې مصوبې د تصویبولو غوښتنه کړې چې پر اساس به یې ددغه کمېسیون د اوسني رئیس نجیب الله احمدزي او د دارالانشاء رئیس امام محمد وریماچ ګوښه کولو ته لاره پرانېستل کېږي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر او ویاند عبدالبدیع صیاد له سرور دانش سره د کمېشنرانو لیدنه تاییدوي، خو وايي، دغه لیدنه د ټاکنو اړوندو مسایلو په تړاو ترسره شوې ده.

د ټاکنو څارونکو بنسټونو او سیاسي جریانونو د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې د حکومت پر مداخلې جدي اندېښنې ښودلې دي.

د ټيفا رئيسنعیم ایوب زاده او د فیفا رئیس یوسف رشید وايي، د ملي یووالي حکومت مسوولين له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چېټاكنيز کمېسیونونه تر خپل تاثیر لاندې وساتي او په دې توګه راتلونکې ټاکنې په خپله ګټه تمامې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ریاست ته د عبدالله احمدزي د راوستلو هڅې داسې مهال دي چې نوموړی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس فضل احمد معنوي په ۱۳۹۰ کال کې د ناکامو او جنجالي پارلماني ټاكنو له امله د ګڼو کسانو تر نیوکو لاندې وو.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *