شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د ملي شورا غړي: حکومت او د ملي شورا ځینې غړي د ملکي تلفاتو په اړه چوپه خوله دي

د ملي شورا غړي: حکومت او د ملي شورا ځینې غړي د ملکي تلفاتو په اړه چوپه خوله دي

 

په کاپيسا ولایت کې وروستۍ ملکي مرګ ژوبله پټه ساتل کیږي چې دا کار له عام بې دفاع ولس سره ستره جفا ده

د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې چې تر ډېره پر جګړې متمرکزه ده، ښایي دا ډول جنګي جنایتونه نور هم زیات شي

کابل – د ملي شورا یو شمېر غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت او د ملي شورا ځينې غړي په هېواد کې د وروستیو ملکي تلفاتو په اړه چوپه خوله دي.

په مکرر ډول د هېواد په مختلفو برخو کې د امریکایي ځواکونو لخوا په هوایي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې د پېښو رامینځته کېدو جدي اندېښنې راپورته کړې دي، خو د دې پېښو په خلاف د حکومت او ان د یو شمېر ولایتونو د وکیلانو چوپتیا هغه موضوع ده چې په دې تړاو یې جدي غبرګونونه هم پارولي دي.

له کندز وروسته د شنبې په ورځ د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې تراوسه په دې اړه نه حکومتي چارواکو او نه هم په ملي شورا کې د دې ولایت استازو له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د ملي شورا غړي عبدالستار خواصي، هاشم الکوزی او عبدالرحمان رحماني د ملکي تلفاتو په اړه د حکومت او په ملي شورا کې د اړوندو ولایتونو د استازو چوپتیا له بې دفاع خلکو سره د جفا په معنا بولي. دوی ټینګار کوي چې په مکرر ډول د ملکي مرګ ژوبلې د پېښو تکرار د منلو نه دی او دا کار بدې پایلې درلودای شي.

وکیلان زیاتوي، د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له مخې چې تر ډېره پر جګړې متمرکزه ده،  ښایي دا ډول جنګي جنایتونه نور هم زیات شي، ځکه د دوى په وینا امریکایي ځواکونه عملاً یو ځل بیا په جګړه کې ښکېل شوي دي.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *