سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د بلوڅو شورا: د پاکستان څارګره اداره په سیسټماټيک ډول عام بلوڅان وژني

د بلوڅو شورا: د پاکستان څارګره اداره په سیسټماټيک ډول عام بلوڅان وژني

 

ډیورنډ کرښه هېڅ ډول رسمیت نه لري او بلوڅانو ته پر دې کرښې د پاکستان وروستي تحرکات د منلو نه دي

کابل – په کابل کې د بلوڅو شورا د بلوچستان د شهيدانو ورځې د نمانځې په مهال وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري هره ورځ  بلوڅ فعالان، ځوانان، ښځې او ماشومان په سیسټماټیک ډول وژل کېږي.

تېره ورځ په کابل کې د بلوڅو شورا لخوا د بلوچستان د شهیدانو د ورځې چې د پخواني انګرېز په وخت کې وژل شوي وو، نمانځنه وشوه او د ډيورنډ فرضي کرښې د دواړو خواوو پر بلوڅ قومي مشرانو سربېره پخواني افغان چارواکي هم راټول شوي وو.

د بلوڅو شورا رئیس شېراقا بلوڅ او د دې شورا غړی عبدالستار پردلي وایي، د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اېس آی) له لوري هره ورځ د بلوڅو قوم پر ښځو او ماشومان بشرضد جنایت ترسره کېږي، خو د بشري حقونو مدافع نړیوالې ادارې یې په وړاندې چوپه خوله دي. دوی زياتوي چې په پاکستان او ایران کې تل بلوڅان په مختلفو پلمو زورول کېږي او له هر ډول حقونو محروم دي.

د بلوڅو شورا همداراز د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو وويل چې دغه کرښه هېڅ ډول رسمیت نه لري او نه هم د بلوڅ قوم لپاره د منلو ده.

د ازاد بلوچستان غورځنګ غړی حفیظ حسن ابادي وايي، ډیورنډ کرښې یوازې افغانان په دوو برخو نه دي وېشلي، بلکې بلوڅان یې هم په همدغه برخلیک اخته کړي دي.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *