شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / پاکستاني رسنۍ: د امریکا کانګرېس پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه

پاکستاني رسنۍ: د امریکا کانګرېس پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه

 

افغان حکومت خلکو ته د پاکستان په اړه درواغ وايي، پاکستان نه دی منزوي شوى، ځکه اوس هم له امريكا سره د پخوا په څېر ښې اړیکې لري (کارپوهان)

واشنګټن – د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګرېس له اسلام اباد سره د ۷۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

ظاهراً په دې وروستیو کې د امریکا پر پاکستان له ترورزیم سره د ريښتینې مبارزې د نه کولو له امله د فشارونو خبرې خپرې شوې، د امریکا کانګرېس اوسنۍ منظور شوې مرسته پاکستان ته ځنډولې وه او لامل یې دا ښودل شوی و چې پاکستان د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې ريښتینی نه دی، خو تازه د امریکا کانګرېس پاکستان سره د ایتلاف ملاتړ له بودیجې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو مرسته منظور کړه چې پر اسلام اباد د فشارونو خبرې یې تر سوال لاندې راوستې.

افغان حکومت هم څو څو ځلې ويلي چې د سمو سیاستونو له امله يې پاکستان منزوي شوى او مجبور دی چې له ترورزیم سره ریښتینې مبارزه وکړي، خو کارپوهان وايي، حکومت خلکو ته درواغ وايي او پاکستان نه دی منزوي شوى، ځکه اوس هم له امریکا سره د پخوا په څېر ښې اړیکې لري.

اسلام اباد څه موده وړاندې هغه امریکايي کورنۍ واشنګټن ته وسپارله چې د طالبانو لخوا یرغمل شوې وه او له هغې وروسته ډونالډ ټرمپ له پاکستاني چارواکو سره په ټیلیفوني خبرو كې له هغوی مننه کړې وه.

امریکا په ځلونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د افغان جګړې په پایته رسولو کې صادقانه همکاري وکړي او د ترهګرو ډلو ننګه پرېږدي، خو پاکستان یوازې ژمنې کړې او په عمل کې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *