شنبه , نوومبر 18 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / طالبانو په فراه كې اته پوليس وژلي

طالبانو په فراه كې اته پوليس وژلي

ښايي دغه سرتېري د يوې توطيې له مخې وژل شوي وي، ځكه په سيمه كې د كومې سختې جګړې نښې نه ليدل كېږي (د امنيه قوماندانۍ وياند)

فراه – د فراه امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د اتو پوليسو د وژل كېدو خبر وركوي.

د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي، وړمه شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مركز د “پل جديد ريگي” پر پوستې بريد كړى او اته پوليس يې وژلي دي.

نوموړى زياتوي، ښايي دغه سرتېري د يوې توطيې له مخې وژل شوي وي، ځكه په سيمه كې د كومې سختې جګړې نښې نه ليدل كېږي.

د باهر په وينا، له پېښې وروسته يو تن ټپي سرتېرى له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده چې د فراه ولايتي شورا په وار وار ځايي چارواكي په بې پروايۍ تورن كړي او د طالبانو په لاس د دې ولايت د سقوط خبردارى يې وركړى دى.

دا وګورئ

احمدالله علیزی بخاطر تاکید بر برگزاری لویه جرگه از سوی رئیس جمهور برکنار شد

مقامات افغان حق ندارند در مجالس مربوط به حمایت از برگزاری لویه جرگه شرکت کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *