سه شنبه , جنوري 16 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانک ویجاړ شو او تر چاودنې وروسته پنځه تنه د الوتکې په وسیله د کندهار هوايي ډګر ته ولېږدول شول (سرچینه)

کندهار – د کندهار چارواکي وایي، په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

​د کندهار د پوليسو یوه ویاند دویم څارن مطیع الله هلال امریکا غږ ته ويلي چې ځانمرګي بریدګر د ولسوالۍ په ده غلامان سیمه کې خپل له بمونو ډک موټر د ناټو د موټرو له کاروان سره جنګولی دى.

هلال زياته كړې، لومړني معلومات ښيي چې په برید کې ملکي وګړیو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ډنډ ولسوالۍ یوه امنیتي سرچينه بیا وايي، د امریکايي ځواکونو کاروان په سیمه کې پر امنیتي ګزمې بوخت و چې برید پرې وشو.

سرچینه زیاتوي، په چاودنه کې یو ټانک ویجاړ شوی، تر چاودنې وروسته پنځه تنه د الوتکې په وسیله د کندهار هوايي ډګر ته لېږدول شوي، خو دا چې څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي، لا معلومات نه شته.

د یادولو ده چې دا په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار كې پر بهرنیو پوځیانو درېیم بريد و.

دا وګورئ

راپور شبکۀ سی بی اس: کابل بعد از هفده سال جنگ هنوز هم محاصره است

  عصاکر امرکایی از سفارت تا میدان هوایی بدون هلیکوپتر نمیتوانند رفت و آمد کنند ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *